-
بلوچستان ولایت کې په پوځي اډې وسلوال برید
قوس 10, 1404 14:09پاکستاني رسنیو تیره شپه راپور ورکړ چې یو شمېر وسله والو بریدګرو په بلوچستان ایالت کې د پاکستان د پوځ پر یوه اډه برید وکړ. د پاکستان پوځي چارواکو برید تایید کړی خو تر اوسه یې جزئیات نه دي ورکړي.
-
افغانستان کې د برتانویانو د جنایتونو تازه افشا
قوس 10, 1404 14:08د برتانوي ځواکونو یو لوړ پوړی افسر چې په افغانستان کې موجود وو په یوه وروستي اعتراف کې د دې ځواکونو جرمونه افشا کړي او ویلي یې دي چې د افغانانو په وژنه کې، برتانوي کومانډو حتی پر ماشومانو رحم نه دی کړی.
-
د افغانستان او هندوستان ګډه اتلولي
قوس 10, 1404 14:07وروسته له هغه چې په هند کې د نولس کلنو کرکټ سیالۍ وروستۍ لوبه بې پایلې شوه؛ دواړو ټیمونو په ګډه اتلولي وګټله.
-
د افغانستان ۱۷کلنو ملي ټیم د سیالۍ دوام څخه حذف شو
قوس 10, 1404 14:05د افغانستان د اوولس کلنو فوټبال لوبډلې له ماتې وروسته د افغانستان ملي لوبډله د اسیا جام د غوراوي سیالیو څخه بهر شوه.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
قوس 08, 1404 14:08د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د اکو غړو هیوادونو سره د همکارۍ لپاره د کابل چمتوالی
قوس 08, 1404 14:07د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د اقتصادي همکارۍ سازمان (اکو) د بهرنیو چارو وزیرانو په نهه ویشتمه غونډه کې په آنلاین ډول ګډون وکړ.
-
د افغانانو لپاره د امریکا د ویزو لړۍ وځنډول شوه
قوس 08, 1404 14:06د امریکا بهرنیو چارو وزارت سپینې ماڼۍ ته نږدې د ډزو له پېښې وروسته د ټولو افغان پاسپورټ لرونکو لپاره ویزې وځنډولې او د کډوالۍ امنیتي ارزونه یې زیاته کړه.
-
د کابل او اسلام آباد ترمنځ د واقعي اوربند د نشتوالي ادعا
قوس 08, 1404 14:05د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وايي چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ له اوربند سره سره د افغانستان له خاورې څخه ترهګریز بریدونه دوام لري او د دواړو خواوو ترمنځ اوربند په خپل ځای نه دی. اندرابي خبرداری ورکړ چې د پاکستان پوځ د افغانستان له خوا د هر ډول احتمالي ګواښ په وړاندې ښه چمتوالی لري.
-
پاکستان ورستیو ۱۱ میاشتو کې یو میلیون افغانان ایستلي دي
قوس 08, 1404 14:04د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وايي چې د روان کال په تیرو یوولس میاشتو کې له یو میلیون څخه ډیر افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي یا له دغه هیواد څخه ایستل شوي دي.
-
د مقاومت پر دوام د لبنان د حزب الله عمومي منشي ټینګار
قوس 08, 1404 14:03د لبنان د حزب الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم تېره شپه په یوه وینا کې ټینګار وکړ چې دښمن د هیثم علي طباطبایي په وژلو سره خپل اهداف ترلاسه نه کړل او حزب الله به خپلې لار ته دوام ورکړي. شیخ قاسم وویل چې موږ د غچ اخیستلو او ځواب ورکولو حق لرو، او موږ به یې وخت پخپله وټاکو.