-
په یمن باندې د صهیونیستي رژیم بریدونه
سنبله 20, 1404 12:33پرون، د صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو یو ځل بیا د یمن پلازمینه صنعا په خپلو هوایي بریدونو سره په نښه کړه.
-
په قطر باندې د صهیونیست رژيم د برید په اړه دوامداره غبرګونونه
سنبله 20, 1404 12:32د قطر په خاوره د صهیونستي رژیم د بریدونو پر وړاندې د غبرګونونو وروسته، د رژیم د کړنو د غندلو یوه نوې څپه راپورته شوه. جرمني ګواښ وکړ چې د صهیونستي رژیم پر وړاندې د بندیزونو پلان بیاکتنه وکړي، او روسیې دا عمل بې ثباته کوونکی وباله.
-
په غزه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو پراختیا
سنبله 20, 1404 12:29په فلسطین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په غزه باندې د صهیونیستي رژیم د بریدونو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړ. په ورته وخت کې، د غزې روغتیا وزارت په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د دوه اویا کسانو د شهادت راپور ورکړ.
-
د هانګ کانګ پر وړاندې د افغانستان کرکټ ملي ټیم بریا
سنبله 19, 1404 13:10د کرکټ ملي لوبډلې په اسیایي جام کې د هانګ کانګ لوبډلې ته د څلور نوي منډو په توپیر ماتې ورکړه.
-
کابل سره پر مذاکراتو د عمران خان ټینګار
سنبله 19, 1404 13:09د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر علي امین ګنډاپور څخه غوښتي چې کابل ته لاړ شي او له سرپرست حکومت سره خبرې وکړي.
-
خیبرپښتونخوا ته د ټي ټي پي ۸ زره غړو ننوتل
سنبله 19, 1404 13:08د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له اته زره څخه ډير غړي له افغانستان څخه دې ولایت ته داخل شوي دي.
-
د ننګرهار ولایت له زلزله ځپلو سره د ایران اسلامي جمهوریت دریمه جوپه
سنبله 19, 1404 13:07د ننګرهار ولایت له زلزله ځپلو سره د ایران اسلامي جمهوریت دریمه جوپه بشري مرستې ددغه ولایت ولايتي چارواکو ته وسپارل شوې.
-
زلزله ځپلو سیمو کې ۳۷زره خوارځواکه ماشومان
سنبله 19, 1404 13:06د ماشومانو د ژغورنې سازمان اعلان وکړ چې په کونړ ولایت کې وروستي ځمکرېږد شاوخوا اووه دیرش زره ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ کړي دي.
-
د انساني حقونو سازمان راپور ته د کابل غبرګون
سنبله 19, 1404 13:06د سرپرست حکومت مرستیال ویاند په افغانستان کې د انساني حقونو د سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د راپور په ځواب کې وویل چې د دوی نظام د ټولو هیوادوالو د شرعي حقونو د له منځه وړلو مخه نیسي.
-
غزه کې په پاته کیدو د فلسطینیانو ټینګار
سنبله 19, 1404 13:05د صهیونیستي رژیم له خوا فلسطینیانو ته له غزې څخه د وتلو له اعلان وروسته، دوی ټینګار کړی چې په سیمه کې به پاتې شي حتی که شهیدان شي.