-
افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې د چین همکارۍ
سنبله 19, 1404 13:04د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغانستان د دې هیواد لپاره یو ښه او ستراتیژیک ملګری دی او له کابل سره د بیجینګ همکاري به په بیلابیلو برخو کې دوام ولري.
-
اشغال شویو سیمو باندې د یمن برید
سنبله 19, 1404 13:03د یمن د وسله والو ځواکونو یوه ویاند اعلان وکړ چې دوی د فلسطین-دوه هایپرسونیک توغندي سره چې ګڼ شمېر سرګلولې لري، د اشغال شوي قدس شاوخوا حساس هدفونه په نښه کړي دي.
-
قطر په پلازمېنې د صهیونیستي رژیم برید
سنبله 19, 1404 13:00پرون مازدیګر د صهیونیستي رژیم څو جنګي الوتکو د قطر د پلازمېنې دوحې په زړه برید وکړ. ویل کیږي چې د حماس غورځنګ د غونډې ځای په نښه شوی . دا برید په ټوله نړۍ کې په پراخه کچه غندل شوی دی.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سنبله 18, 1404 13:57د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د ۱۷ کلنو فوټسال سیالۍ ګروپي پړاو پچه اچونه
سنبله 18, 1404 13:56د آسیا د اولمپیک شورا اعلان وکړ چې د بحرین اسیایي لوبو کې د اوولس کلنو فوټسال سیالیو د ګروپي پړاو پچه اچونه ترسره شوه.
-
مصر ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر
سنبله 18, 1404 13:55د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي قاهرې ته د سفر په ترڅ کې له خپل مصري سیال بدر عبدالعاطی سره ولیدل.
-
پاکستان په نړۍ کې د اپینو د تولید اصلي سرچینه ده.
سنبله 18, 1404 13:54ټیلیګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې پاکستان له افغانستان څخه مخکې شوی او د نړۍ په کچه د اپینو مخکښ تولیدونکی هیواد ګرځیدلی دی.
-
په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۶۰مه غونډه
سنبله 18, 1404 13:53په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په شپېتمه غونډه کې د یو شمیر هیوادونو استازو یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د ناوړه وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
-
د ختیځو ولایتونو زلزله ځپلو سره د مرستو لړۍ دوام
سنبله 18, 1404 13:52د افغانستان په ختیځ کې د ځمکرېږد قربانیانو ته د نړیوالو مرستو رسولو لړۍ دوام لري. په ورته وخت کې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په ختیځ کې د ځمکرېږد قربانیانو سره د بشري مرستو لپاره د مختلفو حکومتونو، نړیوالو سازمانونو او مرستندویه ادارو څخه مننه څرګنده کړه.
-
په مشهد کې د یووالي، قدرت ته رسیدو لارې کنفرانس
سنبله 18, 1404 13:51د اسلامي یووالي درېیمه غونډه چې عنوان یې "یووالی، قدرت ته د رسیدو لاره" وه، په مشهد ولایت کې ترسره شوه. په دې غونډه کې عالمانو او مفکرینو په اتفاق سره د اسلامي امت د یووالي او خواخوږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.