ایراني پانګوالو سره د کانونو وزارت د مرستیال لیدنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i46106-ایراني_پانګوالو_سره_د_کانونو_وزارت_د_مرستیال_لیدنه
د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم مرستیال وزیر ایراني پانګوالو سره په یوه غونډه کې د کانونو په برخه کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.
(last modified 2025-09-15T08:41:36+00:00 )
سنبله 24, 1404 13:09 Asia/Kabul
  • ایراني پانګوالو سره د کانونو وزارت د مرستیال لیدنه

د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم مرستیال وزیر ایراني پانګوالو سره په یوه غونډه کې د کانونو په برخه کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.

د کانونو او پټرولیم وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د دغه وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال وزیر عبدالرحمان قانِت د ایران د اوسپنې کانونو ټولنې مشر مهرداد اکبریان او په کابل کې د هغه هیواد د سفارت استازي حسین روستایی سره خبرې وکړې.په دې لیدنه کې دواړو خواوو د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه بحث وکړ، په ځانګړې توګه د افغانستان د کانونو سرچینو د اکتشاف، استخراج او پانګونې په برخه کې، او همدارنګه د سرپرست حکومت او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وشو.د ایراني پانګوالو پلاوي د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره د ایران د خصوصي سکتور لیوالتیا اعلان کړه.