-
قطر ته د ایران بهرنیو چارو د وزیر سفر
سنبله 23, 1404 12:57د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن سهار د قطر پلازمینې دوحې ته لاړ ترڅو د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.
-
امریکا،جاپان او سویلي کوریا ته د شمالي کوریا خبرداری
سنبله 23, 1404 12:56شمالي کوریا د متحده ایالاتو، جاپان او سویلي کوریا لخوا راتلونکي ګډ پوځي تمرینات د ځواک بې پروا ننداره بللې او خبرداری یې ورکړی چې پوځي اقدام به ناوړه پایلې ولري.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سنبله 22, 1404 13:49د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر دیپلماتیکې کړنې ته د پاکستان غبرګون
سنبله 22, 1404 13:11د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په مرکزي حکومت کې د ډیپلوماټیکو پریکړو په مرکزي کولو ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې په دې برخه کې د ولایتي حکومتونو خپلواک اقدامات د هیواد اساسي قانون سره په ټکر کې دي.
-
د هېواد زلزله ځپلو سره د مرستې پر وړاندې ننګونې
سنبله 22, 1404 13:10د هیواد په ختیځ کې د ځمکرېږد قربانیان د مرستو او حیاتي خدمتونو له کمښت سره مخ دي، پداسې حال کې چې نړیوال سازمانونه د ښځو په فعالیتونو سخت محدودیتونه او نړیوال بندیزونه د مرستو رسولو په وړاندې جدي خنډونه بولي. خو سرپرست حکومت د بندیزونو لرې کول د دې پروسې د اسانتیا لپاره یو شرط ګڼي.
-
په غزې د اشغالګرو د نن سهار برید کې د ۷۰ فلسطینیانو شهادت
سنبله 22, 1404 12:41فلسطیني رسنیو راپور ورکړی چې نن سهار راهیسې په غزه ښار د صهیونیستي رژیم په هوايي بریدونو کې لسګونه کسان شهیدان شوي دي. صهیونیستي رژیم په دې وروستیو ورځو کې په غزه ښار خپل بریدونه پراخ کړي او له اوسیدونکو یې غوښتي چې له ښاره ووځي.
-
کابل ته د زلمي خلیلزاد سفر
سنبله 22, 1404 12:40د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته رسیدلی دی.
-
افغانستان څخه د هندي دیپلمات شړلو ادعا رد
سنبله 22, 1404 12:39د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې په کابل کې میشت هندي ډیپلومات د نامطلوب عنصر په توګه نه دی ایستل شوی، بلکې د خپل ماموریت له بشپړولو وروسته له افغانستان څخه وتلی دی.
-
د غلام خان او خرلاچي لارې پرانیستل
سنبله 22, 1404 12:38د سرپرست حکومت د سرحدي پولیسو ویاند اعلان وکړ چې د خوست او پکتیا ولایتونو د غلام خان او خرلاچي سرحدي لارې د بار وړونکو لاریو لپاره بیا پرانیستل شوې دي.
-
ازبیکستان د افغان چورلکو بیرته ستنول رد کړل
سنبله 22, 1404 12:35د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حکومت ته د پخواني افغان پوځ د چورلکو د بیرته ورکولو د امکان په اړه راپورونه رد کړل او ټینګار یې وکړ چې د هیواد په رسمي دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.