په ریاض کې د لاریجاني او بن سلمان لیدنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i46176-په_ریاض_کې_د_لاریجاني_او_بن_سلمان_لیدنه
د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي د سعودي عربستان د دفاع وزیر سره وکتل.
(last modified 2025-09-17T09:46:56+00:00 )
سنبله 26, 1404 14:15 Asia/Kabul
  • په ریاض کې د لاریجاني او بن سلمان لیدنه

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي د سعودي عربستان د دفاع وزیر سره وکتل.

د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني او د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان آل سعود ترمنځ دا دوه اړخیزه غونډه د هیواد په پلازمینه ریاض کې ترسره شوه.په دې غونډه کې، د سعودي دفاع وزیر خالد بن سلمان لومړی د ایران له خوا تهران ته د خپل پخواني سفر د کوربه توب له امله مننه او قدرداني څرګنده کړه.ویل کیږي چې په دې غونډه کې، د نویو مسلو د راپورته کولو سربیره، د دواړو هیوادونو ترمنځ د تیرو تړونونو تعقیب باندې هم ټینګار وشو.په دفاعي برخو کې دوه اړخیزه همکاري هم د لاریجاني او بن سلمان ترمنځ د بحث یو له اصلي موضوعاتو څخه وه.