د بنګله دېش پر وړاندې د افغان لوبډلې ماته
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i46179-د_بنګله_دېش_پر_وړاندې_د_افغان_لوبډلې_ماته
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په اسیا جام سیالیو کې په خپله دویمه لوبه کې له بنګله‌دېش څخه د اته منډو په توپیر خپله ماتې ومنله
(last modified 2025-09-17T09:52:50+00:00 )
سنبله 26, 1404 14:21 Asia/Kabul
  • د بنګله دېش پر وړاندې د افغان لوبډلې ماته

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په اسیا جام سیالیو کې په خپله دویمه لوبه کې له بنګله‌دېش څخه د اته منډو په توپیر خپله ماتې ومنله

دغه لوبه د بنګله‌دېش په توپ وهنې سره پیل شوه او بنګله‌دېش د خپلو پنځو لوبغاړو په زیان سره یوسلو او څلور پنځوس منډې جوړې کړې او افغان اتلانو ته یې د یوسلو او پنځه پنځوس منډو هدف وټاکه.افغان اتلانو بیا په شلو اورونو کې اېله یوسلو او شپږ څلوېښت منډې جوړې کړې او بالاخره لوبه یې د اته منډو په توپیر بایلوده.په دغه لوبه کې رحمان الله ګربز پنځه دیرش او عظمت الله عمرزي دیرش منډې وکړېد یادونې وړ ده، چې افغان اتلان به د پنجشنبې په ورځ د دغو سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې د سریلانکا پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.