-
د کونړ د زلزله ځپلو پر وړاندې ننګونې
سنبله 31, 1404 13:18د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په زلزله ځپلو سیمو کې ستونزې او کمښتونه خورا ډیر دي او دوی د اغیزمنو خلکو د پاملرنې لپاره شاوخوا اوه میلیون ډالرو بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
-
د بګرام په تړاو د ټرامپ څرګندونو ته غبرګونونه
سنبله 31, 1404 13:17د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي چې امریکا د بګرام د بیرته نیولو هیڅ پلان نلري.
-
د نوري فایبر خدمتونو پرې کیدو ته غبرګونونه
سنبله 31, 1404 13:16د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د نوري فایبر خدماتو بندیدل د ډیرو خلکو، په ځانګړې توګه په کابل کې د نجونو، اندیښنې راپارولي دي، دوی وايي دا به د زده کړې، ټولنیز ژوند او آنلاین سوداګرۍ لپاره منفي پایلې ولري.
-
د لوړو زده کړو د سیستم بیاکتنې او ښه والي په اړه کنفرانس
سنبله 31, 1404 13:14هرات ولایت پرون د لوړو زده کړو د سیستم د کیفیت د ښه والي د بیاکتنې لپاره د یوې نړیوالې غونډې کوربه و.
-
د فلسطین دولت په رسمیت پیژندلو ته غبرګونونه
سنبله 31, 1404 13:12بریتانیا، آسټرالیا او کاناډا د یکشنبې په ورځ په رسمي ډول د فلسطین دولت په رسمیت پیژندلو اعلان وکړ. خو د غزې په وړاندې د صهیونیستي رژیم جنایتونه دوام لري، او یوازې نن ورځ د سیمې په مختلفو برخو کې شپږ اتیا کسان شهیدان شوي دي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سنبله 30, 1404 14:00د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د بګرام اډې په اړه افغانستان ته د امریکا خبرداری
سنبله 30, 1404 13:12د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ افغانستان ته خبرداری ورکړی چې که د بګرام هوايي اډه امریکا ته ونه سپاري، نو بدې پېښې به رامنځته شي. دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په افغانستان کې د ټرمپ د څرګندونو په وړاندې غبرګونونه دوام لري. د سرپرست حکومت لوی درستیز فصیح الدین فطرت وویل چې اډه به هیچا ته ونه سپارل شي.
-
د ټرامپ څرګندونو ته د سرپرست حکومت غبرګون
سنبله 30, 1404 13:11د افغانستان سرپرست حکومت نن غرمه په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې د امریکا د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون وښود.
-
غزې تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو دوام
سنبله 30, 1404 13:10د غزې په تړانګه د صهیونیستي رژیم بریدونه دوام لري، او نن سهار دغه رژیم د غزې ښار په سیمو بمباري وکړه چې لسګونه فلسطینیان یې شهیدان او ټپیان کړل. په عین حال کې د فلسطین مقاومت نن په اشدود او عسقلان کې صهیونیست میشت ځایونه راکټي بریدونو سره په نښه کړل.
-
د هیواد زلزله ځپلو سیمو کې د ښځو وضعیت په اړه اندېښنه
سنبله 30, 1404 13:09د افغان ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې خبرداری ورکړی چې زلزله ځپلې ښځې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي له نشتوالي سره مخ دي.