غزې څخه د نړیوال ملاتړ دوام
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i46446-غزې_څخه_د_نړیوال_ملاتړ_دوام
په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې په غزه کې د صهیونیستي رژیم په جرمونو کې نهه اویا کسان شهیدان شوي دي. په ورته وخت کې د حماس غورځنګ اعلان وکړ چې په قطر کې د خپلو مشرانو د ناکامې وژنې وروسته یې د اوربند کوم نوی وړاندیز نه دی ترلاسه کړی.
(last modified 2025-09-28T08:52:50+00:00 )
میزان 06, 1404 13:20 Asia/Kabul
  • غزې څخه د نړیوال ملاتړ دوام

په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې په غزه کې د صهیونیستي رژیم په جرمونو کې نهه اویا کسان شهیدان شوي دي. په ورته وخت کې د حماس غورځنګ اعلان وکړ چې په قطر کې د خپلو مشرانو د ناکامې وژنې وروسته یې د اوربند کوم نوی وړاندیز نه دی ترلاسه کړی.

روغتیایي سرچینو اعلان وکړ چې په غزه کې د صهیونیستي رژیم په ننني جنایتونو کې لږترلږه نهه اویا کسان شهیدان شوي او درې سوه نهه اویا نور ټپیان شوي دي.په ورته وخت کې د حماس غورځنګ اعلان وکړ چې په قطر کې د خپلو مشرانو د ناکامې وژنې وروسته یې د منځګړو لخوا د اوربند کوم نوی وړاندیز نه دی ترلاسه کړی.له بلې خوا په زرګونو فلسطیني ملاتړو په جرمني، فرانسه، سویډن، ترکیه، مراکش، انګلستان او تونس کې د صهیونیستي رژیم د جرمونو د بندولو لپاره لاریون وکړ.په جرمني کې د فلسطین ملاتړو د فلسطین په ملاتړ کې د هیواد په تاریخ کې ترټولو لویه عامه غونډې ترسره کړې.