-
د عینکو مس کاري چارو پر چټکتیا د کابل ټینګار
عقرب 15, 1404 12:35د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري ویلي دي چې د عینک مسو کان د استخراج پروسه باید ګړندۍ شي.
-
پاکستاني چارواکو سره د قالیباف لیدنه
عقرب 15, 1404 12:34د ایران د ولسي جرګې رئیس د پاکستان د ولسي جرګې له رئیس سره په کتنه کې وویل: دې هیواد ته د هغه د سفر یو له مهمو موخو څخه د ایران او پاکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراخول دي.
-
د اسلام کلا پوله کې د یوناما خدمتاتي فعالیتونو ځنډیدل
عقرب 15, 1404 12:33یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان په لویدیځ کې د اسلام کلا په پوله کې یې فعالیتونه ځنډول شوي دي.
-
د افغان ۱۹ کلن ټیم لوبغاړو د نوملړ اعلان
عقرب 15, 1404 12:31د افغانستان کرکټ بورډ د آسیا جام کې د ګډون لپاره د افغانستان د نوولس کلنو ملي لوبغاړو نوملړ خپور کړی دی.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
عقرب 15, 1404 08:24د سحر افغانستان تلویزیون پښتو خبرونه
-
د افغانستان او بنګلادېش ترمنځ لوبه
عقرب 15, 1404 08:23د افغانستان د کرکټ له نولس کلنو کمعمره ملي لوبډلې د پنځو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې بنګلهدېش ته د یوسلو او دوه منډو په توپیر ماته ورکړه
-
زهران ممداني د نیویارک د ښاروالي ټاکنې ګټلي
عقرب 15, 1404 08:22سره له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نیویارک د ښاروالۍ د سیالۍ ګټلو لپاره د زَهران مَمدانی د مخنیوي هڅې وکړې، خو ښاغلی ممداني په ټاکنو کې بریالی شو، او د ټرمپ هیلې یې وننګولې.
-
صهیونیستان اوربند سره سره د فلسطینیانو وژنې ته دوام ورکړی
عقرب 15, 1404 08:20په نیول شویو فلسطیني سیمو کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانجسکا آلبانیز ویلي دي چې د اوربند له لومړۍ ورځې راهیسې، د صهیونیستي رژیم لخوا په غزه کې د فلسطینیانو وژنه دوام لري.
-
سلګونه افغان سوداګریز کانټینرونه په پاکستان کې درول شوي
عقرب 15, 1404 08:19د سرپرست حکومت د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړلو وروسته د افغان سوداګرو اته زره کانټینرونه په پاکستان کې بند پاتې دي
-
افغانستان ته د ایران د بشردوستانه مرستې لیږد
عقرب 15, 1404 08:19د افغانستان په شمال کې له سختې زلزلې وروسته په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت اعلان وکړ چې د ایران د بشري مرستو لومړۍ جوپه اغیزمنو سیمو ته رسیدلې ده.