-
ترکیه کې د کابل ــ اسلام آباد د مذاکراتو نوی پړاو
عقرب 15, 1404 08:06د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند خبرې اترې به د سرپرست حکومت د استخباراتي ادارې د مشر عبدالحق وثیق او د پاکستان د استخباراتو د مشر په مشرۍ د پنجشنبې په ورځ د ترکیې په استانبول کې ترسره شي. په ورته مهال سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د شپږو ټیلیفوني اړیکو راپورونه رد کړي دي
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
عقرب 13, 1404 13:23د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د افغانستان شمال کې د ځمکرېږد د قربانیانو شمېر لوړوالی
عقرب 13, 1404 13:23د افغانستان په شمال کې د ځمکرېږد د قربانیانو او ټپیانو شمېر زیات شوی دی. د بلخ او سمنګان سیمه ییزو چارواکو د مړو شمېر شاوخوا څلوېښت تنه تایید کړی دی. خو ملي تلویزیون وايي چې په دې پېښه کې اووه ویشت کسان وژل شوي دي. د ځمکرېږد د ټپیانو شمېر هم د اووه سوو او زرو ترمنځ ښودل شوی دی.
-
افغانستان کې د امریکا عملیاتو په اړه راپور ته د پاکستان غبرګون
عقرب 13, 1404 13:21د پاکستان له فضا څخه افغانستان ته د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د ننوتلو په اړه د سرپرست حکومت د ویاند وروستیو څرګندونو د پاکستان پوځ د ویاند غبرګون راپارولی دی. احمد شریف چودري په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې دا راپورونه رد کړل.
-
د پاکستان پوله کې د ۳ ترهګرو وژل کیدل
عقرب 13, 1404 13:20په شمالي وزیرستان او خیبر پښتونخوا ولایت کې د دوو جلا عملیاتو وروسته د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې د هند له ملاتړه برخمنې ترهګرې ډلې فتنه خوارج درې غړي وژل شوي دي.
-
ترکمنستاني چارواکو سره د برېښنا رئیس لیدنه
عقرب 13, 1404 13:19د افغانستان برېښنا شرکت اجرایوي رییس عبدالباري عمر د ترکمنستان د انرژۍ نړیوال کنفرانس په څنډه کې د ترکمنستان د ولسمشر له مرستیال باتور امانوف سره ولیدل.
-
ایران کې نړۍوال استکبار سره د مبارزې ملي ورځ
عقرب 13, 1404 13:18نن په تهران کې د امریکا د پخواني سفارت مخې ته د نړیوال استکبار پر وړاندې د مبارزې ملي ورځ ونمانځل شوه. په دې مراسمو کې د ایران اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف ټینګار وکړ چې د ایران خپلواکي به د هیڅ ډول امتیازاتو په بدل کې ونه پلورل شي.
-
د اسراییل بندخونې څخه غزې ته د ۵ فلسطیني بندیانو لېږد
عقرب 13, 1404 13:18د غزې په تړانګه کې روغتیايي سرچینو اعلان وکړ چې تېره شپه د صهیونیستي رژیم له زندانونو څخه خوشې شوي پنځه فلسطیني بندیان د الاقصی شهیدانو روغتون ته لیږدول شوي دي.
-
تل ابیب کې کورني کړکېچ باندې د صهیونیستي رژیم اعتراف
عقرب 13, 1404 13:17د صهیونیستي رژیم مشر اسحاق هرتزوگ د صهیونیست میشتو خلکو ترمنځ د تاوتریخوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې، او خبرداری یې ورکړی چې داخلي اختلافات اسراییل د سقوط په درشل کې راوستي دي.
-
ریاض کې د افغانستان او تاجیکستان فوټسال ملي ټيمونو لوبه
عقرب 13, 1404 13:16د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن ماسپښین د اسلامي هیوادونو د پیوستون په چوکاټ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د تاجیکستان پر وړاندې لوبه وکړه.