د صهیونیستي رژیم بې پایلې اهداف
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i47651-د_صهیونیستي_رژیم_بې_پایلې_اهداف
د لبنان په پارلمان کې مقاومت ته د وفاداره ډلې غړي ویلي دي چې د "لوی اسراییل" په نوم د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو خوب به ریښتیا نشي.
(last modified 2025-11-17T09:31:03+00:00 )
عقرب 26, 1404 14:00 Asia/Kabul
  • د صهیونیستي رژیم بې پایلې اهداف

د لبنان په پارلمان کې مقاومت ته د وفاداره ډلې غړي ویلي دي چې د "لوی اسراییل" په نوم د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو خوب به ریښتیا نشي.

علي المقداد ویلي دي؛ تر هغه چې مقاومت ژوندی وي؛ د صهیونیسټان خوب به رښتیا نشي.هغه وویل چې مقاومت به تسلیم نشي. مقاومت تل د لبنان د ځمکې، عزت او شتمنۍ په دفاع کې خپل دیني، اخلاقي، ملي او انساني دنده ترسره کړې او د هیواد په دفاع کې یې شهیدان ورکړي دي.هغه د لبنان حکومتي چارواکو ته په خطاب کې وویل: امریکا ته مه تسلیمیږئ؛ ځکه چې د امریکا حکومت زموږ د هیواد ښه والی نه غواړي. داسې سیاسي، اقتصادي او مالي پریکړې مه کوئ چې امریکا خوشحاله کړي او خلک په ستونزو کې واچوي او د لبنان او د هغې د خلکو په زیان وي.