-
د غزې تړانګې د شهداوو شمېر زیاتېدل
حمل 19, 1404 15:09صهیونیسټي رژیم نن سهار د سېشنبې په ورځ یو ځل بیا د غزې تړانګې پر ضد خپلو پراخو بریدونو ته دوام ورکړ او د دې تړانګې بېلابېلې سیمې یې د بمبارۍ هدف ګرځولې، چې په پایله کې یې یو شمېر نور ملکي وګړي، په تېره بیا ماشومان، شهید او ټپیان شوي دي.
-
د افغان کډوالو په منظمولو د ایراني چارواکو ټینګار
حمل 19, 1404 15:04د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو د چارو د مرکز مشر نادر یار احمدي وايي چې په دې هېواد کې د بهرنیو اتباعو حضور به قانونمند او هدفمند شي. په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د دې هېواد له سفیر سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره دې شوې هوکړه تعقیب شي
-
له پاکستان څخه د افغان کډوالو په راویستلو د کابل چارواکو نیوکه
حمل 19, 1404 14:56د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د حکومت لوړپوړو چارواکو په یوه ځانګړې غونډه کې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو ویستل غیراسلامي او غیرانساني بللی او د دوی دغه چاره یې د ټولو اصولو خلاف محکوم کړی ده
-
د ۱۷ کلونو د اسیا جام فوټبال سیالۍ
حمل 19, 1404 14:52د هېواد د اولس کلونو څخه کم عمره فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي پخپلو دوو لوبو کې له ماتې وروسته د اسیا د ملتونو له جام څخه بهر شول
-
VO-USA د امریکا او چین ترمنځ د تعرفو جګړې ګړندی کیدل
حمل 19, 1404 14:50د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ګواښ کړی چې که چین د متحده ایالاتو د صادراتي توکو پر ضد خپل ۳۵ سلنه غچاخیستونکي تعرفې لغوه نه کړي، پر چینايي واردتي توکو به پنځوس سلنه اضافي تعرفې ولګوي
-
په عمان کې د شنبې په ورځ د ایران او امریکا غیرمستقیمې خبرې پیل کېدل
حمل 19, 1404 14:48د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، اعلان کړی چې د ایران او امریکا ترمنځ غیرمستقیمې خبرې به د شنبې په ورځ په عمان کې ترسره شي
-
د ټي ټي پي د ملاتړ په اړه کابل ته د اسلام اباد خبرداری
حمل 19, 1404 14:44د پاکستان ځانګړی استازي محمد صادق خان خبرداری ورکړی چې که سرپرست حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) پر ضد اقدام ونه کړي، دوه اړخیزې هوکړې به لغوه شي
-
په افغانستان کې پر بشپړ امنیت ټینګولو د متقي ټینګار
حمل 19, 1404 14:41د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، په سعودي عربستان کې د یوې وینا په ترڅ کې په افغانستان کې د سراسري امنیت ادعا کړې
-
له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل کېدل
حمل 18, 1404 14:23د تورخم له لارې له پاکستانه په جبري ډول د راستانه شویو افغان کډوالو لړۍ چټکه شوې ده. د ننګرهار ولايت اړوند تورخم ښارګوټي کې د عمري پنډغالي د کمېټو مسوولين وايي له اختر را وروسته په لومړيو کې لسګونه افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راستنېدې، خو اوس دا شمير سلګونه کورنيو ته رسيدلي دی
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حمل 18, 1404 13:54د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه