په افغانستان کې پر بشپړ امنیت ټینګولو د متقي ټینګار
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42387-په_افغانستان_کې_پر_بشپړ_امنیت_ټینګولو_د_متقي_ټینګار
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، په سعودي عربستان کې د یوې وینا په ترڅ کې په افغانستان کې د سراسري امنیت ادعا کړې
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 19, 1404 14:41 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې پر بشپړ امنیت ټینګولو د متقي ټینګار

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، په سعودي عربستان کې د یوې وینا په ترڅ کې په افغانستان کې د سراسري امنیت ادعا کړې

متقي دا هم ویلي چې هیڅ هېواد، نه امریکا او نه هم شوروي، د افغانستان امنیت نه دی تامین کړی؛ بلکې مجاهدینو وکولی شول چې په افغانستان کې امنیت ټینګ کړي.هغه د خبرو په یوه بله برخه کې له هېوادونو غوښتي چې د لا زیات امنیت په تامین کې له حکومت سره مرسته وکړي، ځکه په افغانستان کې ناامني د سیمې پر امنیت هم مستقیم اغېز لري.متقي د سرپرست حکومت د چارواکو ترمنځ هر ډول اختلافات رد کړي او ویلي یې دي چې د دوی ترمنځ هیڅ ډول اختلاف نشته او قوم‌پرستي، جګړه او اختلافات له منځه تللي دي.متقي دا هم ویلي چې په کابل کې ډېرې سفارتخانې او قونسلګرۍ فعالیت کوي او له کابل څخه د سیمې هېوادونو ته ډېرې الوتنې ترسره کېږي، چې دا د افغانستان د یووالي او امنیت ښکارندوی دی.متقي په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې او له بېلابېلو هېوادونو څخه یې افغان کډوالو ته بلنه ورکړې چې خپل هېواد ته ستانه شي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.