د ۱۷ کلونو د اسیا جام فوټبال سیالۍ
حمل 19, 1404 14:52 Asia/Kabul
د هېواد د اولس کلونو څخه کم عمره فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي پخپلو دوو لوبو کې له ماتې وروسته د اسیا د ملتونو له جام څخه بهر شول
د هېواد د فوټبال ملي لوبغاړو تېره شپه د اسیا ملتونو د جام په چوکاټ کې په خپل دوهم لوبه کې د سویلي کوریا پر وړاندې سیالي وکړه او په پایله کې یې د شپږ پر صفر درنې پایلې سره سیالې لوبډلې څخه ماتې وخوړه او له دې سیالیو بهر شوه.د افغانستان او سویلي کوریا د دواړو لوبډلو ترمنځ دا لوبه د سعودي عربستان په جده ښار کې ترسره شوې وه.د الیاس احمد منوچهر شاګردانو په دې سیالیو کې په خپل لومړي لوبه کې د یمن پر ضد هم ماته خوړلې وه.د افغانستان لوبغاړي به په دې سیالیو کې په خپل درېیمه لوبه کې، چې تشریفاتي بڼه لري، د پنجشنبې په ورځ د وري په یوویشتمه به یې د اندونیزیا پر وړاندې ترسره کړي.