-
د مسکو لخوا د سرپرست حکومت د سفیر منل
جوزا 12, 1404 14:06د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې د دې ادارې مشر امیر خان متقي کابل کې د روسیې له سفیر سره د لیدنې په ترڅ کې روسیې په رسمي ډول په مسکو کې د دوی سفیر ومانه.
-
د هلمند بهرامچه ولسوالۍ کې نښته
جوزا 12, 1404 14:05د افغانستان په سویل کې د هلمند ولایت سیمه ییزو سرچینو د سرپرست حکومت ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د بیا نښتو خبر ورکړ.
-
چین سره د اړیکو پر ارزښت د کابل ټینګار
جوزا 12, 1404 14:04د سرپرست حکومت د افغانستان بانک رئیس نور احمد آقا چین د افغانستان یو له ارزښتناکو ګاونډیانو څخه وباله او دې هیواد سره یې د بانکدارۍ سکتور په ګډون د اړیکو پراختیا یادونه وکړه.
-
د افغانستان او ایران ترمنځ ترانسپورت کې ۴۰سلنه زیاتوالی
جوزا 12, 1404 14:03د ایران د تایباد ولسوالۍ د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو مرستیال مهدي رجبي وايي چې د غويي یا ثور میاشتې په پرتله دوغارون کې په تیرو لسو ورځو کې د افغانستان له پولې څخه د ایراني او بهرنیو موټرو ننوتل څلوېښت سلنه زیات شوي دي.
-
تهران کې د اکو ۱۳مه اقتصادي ناسته
جوزا 12, 1404 14:02د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) د ترانسپورت وزیرانو دیارلسمه غونډه د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې په وینا سره پیل شوه.
-
ایران کې د افغان کډوالو د تنظیم لپاره سلا مشورې
جوزا 12, 1404 14:01د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د افغان کډوالو تنظیمول د تهران او کابل په اجنډا کې دي.
-
د صهیونیستانو پر وړاندې نړیوال دریځ
جوزا 12, 1404 14:00د مختلفو هیوادونو یو شمیر لوړ پوړو چارواکو په غزه کې روانه جګړه یوه لویه نسل وژنه بللې او صهیونیستي رژیم یې د داسې جنایتونو د ترسره کولو له امله په کلکه غندلی دی.
-
اشغال شوي فلسطین کې بهرنیو شرکتونو ته خبرداری
جوزا 12, 1404 14:00د یمن د سیاسي عالي شورا مشر ټولو هغو شرکتونو ته چې په نیول شویو فلسطیني سیمو کې پانګونه کړې ده خبرداری ورکړی چې دوی باید د یمني پوځ لخوا ورکړل شوی خبرداری په جدي توګه واخلي.
-
په نړیواله کچه د امام خمیني فکر
جوزا 12, 1404 13:59د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومي منشي د امام خمیني د وفات د کلیزې په مناسبت وویل چې د امام خمیني فکر په ټوله نړۍ کې په خپل ټول ځواک سره شتون لري.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
جوزا 11, 1404 13:44د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه