-
غزه کې د خوراکي توکو د وېش مرکز کې د اشغالګرو جنایت
جوزا 11, 1404 13:42صهیونیستي رژیم د فلسطینیانو په یوه غونډه چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو په تمه وو توغندیز برید کې لسګونه کسان شهیدان او شاوخوا یو سل او پنځوس نور ټپیان کړل. په غزه کې د فلسطین دولت د رسنیو دفتر د برید په غبرګون کې وویل چې دا برید له بیوزلو ملکیانو څخه د باج اخیستلو وسیله دی.
-
د دیپلوماتیکو اړیکو پر پياوړتیا د کابل او اسلام آباد ټینګار
جوزا 11, 1404 13:42د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په یوه ټلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د لوړولو په اړه خبرې وکړې.
-
جنوبي خراسان سره د فراه اړیکو پراختیا
جوزا 11, 1404 13:41د فراه والي غوث الدین رهبر د ایران په جنوبي خراسان ولایت کې اقتصادي فعالانو ته وویل چې په افغانستان کې عمومي شرایط د اقتصادي فعالیتونو لپاره چمتو دي. د جنوبي خراسان والي سید محمد رضا هاشمي هم د دواړو سرحدي ولایتونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو پر اهمیت ټینګار وکړ او وویل چې فراه ولایت د جنوبي خراسان لپاره یو ستراتیژیک فرصت دی، د دې سفر په لړ کې د فراه او بیرجند خصوصي برخو ترمنځ درې اقتصادي تړونونه هم لاسلیک شول.
-
سعودي عربستان ته د حج او اوقافو وزیر سفر
جوزا 11, 1404 13:39د سرپرست حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت سرپرست وزیر نور محمد ثاقب سعودي عربستان ته سفر کړی دی.
-
د عراقچي او ګروسي ټلفوني خبرې
جوزا 11, 1404 13:39د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس عمومي رییس رافائل گروسی او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په ټیلیفوني خبرو کې د اټومي خبرو اترو او د بندیزونو د لرې کولو په اړه د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث وکړ.
-
ورستیو ۴ کلونو کې د ۵ میلیونه افغان کډوالو راتګ
جوزا 11, 1404 13:37د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان وکړ چې په تیرو څلورو کلونو کې له پنځو میلیونو څخه ډیر افغان کډوال له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي توګه له ایران او پاکستان څخه هیواد ته راستانه شوي دي.
-
افغانستان ته د ناټو راګرځیدو اړوند د روسیې خبرداری
جوزا 11, 1404 13:36د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا افغانستان ته د ناټو د بیرته راستنیدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړ.
-
د افغانستان فوټسال د آسیا په لومړۍ درجه بندۍ کې
جوزا 11, 1404 13:33د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په یوه تاریخي لاسته راوړنه کې د لومړي ځل لپاره د آسیا ملتونو جام مقدماتي پړاو کې ځای پر ځای شوې ده.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
جوزا 10, 1404 13:03د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د امریکا لخوا د قوي تضمین پر اړتیا د حماس ټیګار
جوزا 10, 1404 12:46حماس اسلامي غورځنګ وايي د امریکا پلان دا دی چې په غزه کې جګړه پای ته ورسوي او له سیمې څخه اشغالګر وباسي او دوی د تضمین له یوې جدي طرحې سره هوکړه نه کوي.