د هلمند بهرامچه ولسوالۍ کې نښته
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43678-د_هلمند_بهرامچه_ولسوالۍ_کې_نښته
د افغانستان په سویل کې د هلمند ولایت سیمه ییزو سرچینو د سرپرست حکومت ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د بیا نښتو خبر ورکړ.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 12, 1404 14:05 Asia/Kabul
  • د هلمند بهرامچه ولسوالۍ کې نښته

د افغانستان په سویل کې د هلمند ولایت سیمه ییزو سرچینو د سرپرست حکومت ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د بیا نښتو خبر ورکړ.

ویل کیږي چې برید د یاد ولایت په بهرامچه ولسوالۍ کې شوی، د راپورونو له مخې دوه کسان چې یو د سرپرست حکومت سرتیری او یو ملکي وګړی دی ټپیان شوي دي.دا پیښه پرون له غرمې مخکې پیل شوه راپورونه وايي چې شخړې د شپې په اوږدو کې تر نن سهار پورې خال خال دوام درلود.د شخړې لامل د ډیورنډ فرضي کرښې په دې غاړه کې یوې نوې جوړې شوې پوستې ته د کانټینر لیږدول بلل شوي وو.