-
غزه کې د خلکو په راټولیدنه د صهیونیستانو ډزې
جوزا 21, 1404 14:08فلسطیني رسنیو نن سهار راپور ورکړ چې صهیونیستي پوځیانو د غزې په صلاح الدین سیمه کې د خلکو په یوه غونډه ډزې وکړې چې له امله یې ګڼ شمیر خلک شهیدان او ټپیان شول. دا دوهم ځل دی چې صهیونیستي ځواکونه په هغو ملکي وګړو ډزې کړي چې د خوړو ترلاسه کولو لپاره په لیکه کې ولاړ وو.
-
د پارلمان غړو ته د مشرتابه وینا
جوزا 21, 1404 12:49د ایران اسلامي انقلاب رهبر د دغه هیواد د پارلمان له استازو سره په یوه غونډه کې ټینګار وکړ چې د اسلامي مشورتي شورا حیثیت او د ایران د ملت د ټاکل شویو استازو وقار د نړۍ د پارلمانونو په پرتله بې ساري دی.
-
په اشغال شویو سیمو د یمن راکټي عملیات
جوزا 21, 1404 12:48د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع د اشغال شویو سیمو په لور د دوو بالستیک توغندیو د توغولو خبر ورکړ.
-
د اټوم نړیوالې ادارې کړنو ته د تهران غبرګون
جوزا 21, 1404 12:48د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې د عمومي رییس د پالیسیو په ځواب کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د ایران د اټومي فعالیتونو په اړه د دې سازمان راپور غیر عادلانه او په بشپړه توګه سیاسي دی.
-
د سوریې په خاوره کې د صهیونیستانو پرمختګ
جوزا 21, 1404 12:47د صهیونیستي رژیم پوځيانو د سوریې د حاکمیت د سرغړونې په دوام کې د سوریې خاورې نورو سیمو ته ننوتلي دي.
-
د افغانستان فوټبال ملي ټیم دویمه ماتې
جوزا 21, 1404 12:45د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د سوریې د لوبډلې پر وړاندې ماتې وخوړه
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
جوزا 20, 1404 13:48د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د غزې په بیلابیلو برخو د یرغلګرو د بریدونو دوام
جوزا 20, 1404 13:02صهیونیستي رژیم نن سهار د غزې په مختلفو سیمو کې فلسطینیان په نښه کړل. د صهیونیستي رژیم بې پیلوټه الوتکو یو ځل بیا د نتزاریم په سیمه کې د مرستو ویش سیمه موخه وګرځوله چې لسګونه کسان یې شهیدان او ټپیان کړل. همدارنګه په غزه کې د یو بل خبریال په شهادت سره د شهیدانو خبریالانو شمیر دوه سوه اوه ویشت ته لوړ شو.
-
افغانستان کې د امنیت پر خوندیتوب د سرپرست حکومت ټینګار
جوزا 20, 1404 13:01د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د هند او منځنۍ اسیا هېوادونو د وروستیو څرګندونو په اړه چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګریزو ګواښونو د خطر په اړه دي، غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې امنیت ډاډمن دی. د سرپرست حکومت ویاند په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امنیت د تامین ډاډ ورکوي تېره شپه د سرپرست حکومت امنیتي ځواکونو د کابل هوايي ډګر ته نږدې په یوه وسله واله نښته کې د داعش یو پټنځای په نښه کړ.
-
د امریکا په لاریونونو کې د لسګونو تنو نیول کیدل
جوزا 20, 1404 12:44لاس انجلس کې د لاریونونو په څلورمې ورځې سره همهاله د امریکا څو نورو لویو ښارونو کې هم د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ پالیسیو پر ضد لاریونونه وشول. د لاریونونو په لړ کې لسګونه کسان نیول شوي دي. پولیسو د خلکو د تیت او پرک کولو لپاره غږیز لاسي بمونه کارولي دي.