په اشغال شویو سیمو د یمن راکټي عملیات
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43903-په_اشغال_شویو_سیمو_د_یمن_راکټي_عملیات
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع د اشغال شویو سیمو په لور د دوو بالستیک توغندیو د توغولو خبر ورکړ.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 21, 1404 12:48 Asia/Kabul
  • په اشغال شویو سیمو د یمن راکټي عملیات

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع د اشغال شویو سیمو په لور د دوو بالستیک توغندیو د توغولو خبر ورکړ.

نوموړي وویل چې صهیونیستي ضد عملیاتو کې د تل ابیب د بن ګوریون هوايي ډګر په نښه شو.صهیونیستي رسنیو برید تایید کړ او وویل چې زرګونه خلک د هوايي ډګر په څنډو کې سرپناه ته تښتیدلي دي.د دې عملیاتو له امله څو نړیوال شرکتونه په تیره میاشت کې نیول شویو سیمو ته خپلې الوتنې وځنډولې.د یمن پوځ لخوا د فلسطیني خلکو په ملاتړ د بن ګوریون په هوايي ډګر او د نیول شویو سیمو په نورو سیمو سلګونه ځله بریدونه کړي دي.