د افغانستان فوټبال ملي ټیم دویمه ماتې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43900-د_افغانستان_فوټبال_ملي_ټیم_دویمه_ماتې
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د سوریې د لوبډلې پر وړاندې ماتې وخوړه
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 21, 1404 12:45 Asia/Kabul
  • د افغانستان فوټبال ملي ټیم دویمه ماتې

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د سوریې د لوبډلې پر وړاندې ماتې وخوړه

د افغانستان د فوټبال ملي ټيم له سوریه څخه صفر د یو پر وړاندې ماتې وخوړه.دا لوبه چې پرون د افغانستان په وخت شاوخوا لس بجې په سعودي عربستان کې وشوه د سوریې ټیم واتونیده چې افغان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړي.دا لوبه د اسیايي جام د غوراوي د مقدماتي لوبو په ترڅ کې ترسره شوه.له دې وړاندې افغانستان له میانمار څخه یو د دوه پر وړاندې ماتې خوړلې وه.د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې بله لوبه به له پاکستان سره د تلې میاشتې په اوولسمه نیټه ترسره شي.