-
د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته
سرطان 24, 1404 13:48د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره چین ته سفر کړی دی. عراقچي په دې غونډه کې ایران باندې د صهیونیستي رژیم او امریکا وروستي بریدونه جنګي جرم او نړیوال قانون څخه سرغړونه وبلله، او له نړیوالې ټولنې څخه یې د ځواب ویلو غوښتنه وکړه.
-
د افغانستان او تاجیکستان سوداګرۍ ۳۱ سلنه زیاتوالی
سرطان 24, 1404 13:47د تاجیکستان د احصایې ادارې راپور ورکړی چې د تاجیکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې شاوخوا څلویښت ملیون ډالرو ته رسیدلې، چې د تیر کال د ورته مودې په پرتله یو دیرش سلنه زیاتوالی ښیي.
-
چراغ سرخ خپرونه کې د افغان کډوالو د وضعیت څیړل
سرطان 24, 1404 13:46د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو د مرکز مشر نادر یاراحمدي د سحر افغانستان تلویزیون چراغ سرخ خپرونه کې په هیواد کې د افغان کډوالو د وضعیت او د غیرقانوني کډوالو د بیرته راستنیدو پروسې په اړه بحث وکړي. د یاراحمدي په وینا تر دې دمه له اته سوه او پنځوس زره څخه ډیر افغان کډوال خپل هیواد ته راستانه شوي دي.
-
د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره د یوناما د مشرې لیدنه
سرطان 24, 1404 13:45د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره وکتل.
-
غزه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو دوام
سرطان 24, 1404 13:43د غزې په تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو په دوام دغه رژیم نن په یوې ملکي سیمې برید سره څو فلسطینیان شهیدان او ټپیان کړل. دا په داسې حال کې ده چې په اشغالګرو باندې د مقاومت ځواکونو بریدونه دوام لري.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سرطان 23, 1404 15:03د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د سینټ جرمین پر وړاندې د چیلسي بریا
سرطان 23, 1404 15:02د چیلسي فوټبال ټيم د پاریس سینټ جرمین په ماتې سره د دوه زره او پنځه ویشت کال د فیفا کلب نړیوال جام وګاټه.
-
پر اروپايي پالیسیو د ایران نیوکوه
سرطان 23, 1404 15:01د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې د محرک میکانیزم په اړه د اروپا اقدام هیڅ قانوني او سیاسي اساس نلري.
-
د پنجشېر زمرد د داوطلبۍ لړۍ پلي کول
سرطان 23, 1404 15:00د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د لمریز کال له پیل راهیسې، د داوطلبۍ پنځه پړاوونه ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې د پنجشیر له کانونو څخه استخراج شوي اتلس زره قیراط زمرد پلورل شوي دي.
-
په هېواد کې د تېزو سېلابونو را وتل
سرطان 23, 1404 14:58د افغانستان د هوا پوهنې ادارې د وړاندوینې له مخې، د تیرې یکشنبې په ماسپښین په کابل کې سختو بارانونو له امله د پلازمینې په ځینو برخو کې سیلابونه راووتل.