د افغانستان او تاجیکستان سوداګرۍ ۳۱ سلنه زیاتوالی
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44258-د_افغانستان_او_تاجیکستان_سوداګرۍ_۳۱_سلنه_زیاتوالی
د تاجیکستان د احصایې ادارې راپور ورکړی چې د تاجیکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې شاوخوا څلویښت ملیون ډالرو ته رسیدلې، چې د تیر کال د ورته مودې په پرتله یو دیرش سلنه زیاتوالی ښیي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 24, 1404 13:47 Asia/Kabul
  • د افغانستان او تاجیکستان سوداګرۍ ۳۱ سلنه زیاتوالی

د تاجیکستان د احصایې ادارې راپور ورکړی چې د تاجیکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې شاوخوا څلویښت ملیون ډالرو ته رسیدلې، چې د تیر کال د ورته مودې په پرتله یو دیرش سلنه زیاتوالی ښیي.

د دې ادارې د راپور له مخې ټولټال شاوخوا دوه دیرش میلیون ډالر، یا اتیا سلنه، افغانستان ته د تاجیکستان د صادراتو پورې اړه لري پداسې حال کې چې له افغانستان څخه واردات نږدې اته ملیون ډالر وو.برېښنا د افغانستان لپاره د تاجکستان ترټولو لوی صادراتي توکي شمیرل کیږي.په برعکس تاجکستان په دې موده کې له افغانستان څخه د پام وړ کرنیز محصولات وارد کړي دي. غالۍ او قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې هم د تاجکستان بازار ته د افغانستان د صادراتو برخه جوړوي.د راپور له مخې، افغانستان اوس مهال د تاجکستان د لسو غوره صادراتي ځایونو په ډله کې دی.