د سینټ جرمین پر وړاندې د چیلسي بریا
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44245-د_سینټ_جرمین_پر_وړاندې_د_چیلسي_بریا
د چیلسي فوټبال ټيم د پاریس سینټ جرمین په ماتې سره د دوه زره او پنځه ویشت کال د فیفا کلب نړیوال جام وګاټه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 23, 1404 15:02 Asia/Kabul
  • د سینټ جرمین پر وړاندې د چیلسي بریا

د چیلسي فوټبال ټيم د پاریس سینټ جرمین په ماتې سره د دوه زره او پنځه ویشت کال د فیفا کلب نړیوال جام وګاټه.

دا لوبه د یکشنبې په ورځ د امریکا د نیو جرسي ایالت په میټ لایف لوبغالي کې ترسره شوه.چیلسي په دې لوبه کې پاریس سینټ جرمین ته درې پر صفر ماتې ورکړه، چې د دې ټیم لپاره یوه ښه پایله وه.دا په دوه زره او پنځه ویشت کال کې د فیفا کلب نړیوال جام یوویشتم پړاو و.د دې پړاو لوبې د فیفا لخوا د دوه دیرش ټیمونو په ګډون تنظیم شوې وې او د متحده ایالاتو لخوا کوربه توب شوې وې.