-
د سپینې ماڼۍ مخته د فلسطین د ملاتړو لاریون
اسد 06, 1404 12:40د فلسطین د خلکو یو شمېر ملاتړو پرون د امریکا د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته مظاهره وکړه او د صهیونیستي رژیم له خوا د غزې د محاصرې د پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه.
-
د صهیونیستي رژیم د اوربند په تړاو د حماس خبرداری
اسد 06, 1404 12:38حماس خبرداری ورکړی چې په غزه کې اوربند په حقیقت کې د نړیوالې ټولنې لپاره یوه لویه دوکه ده او صهیونیستي رژیم غواړي د فلسطین د خلکو په وړاندې خپل جرمونه پټ کړي.
-
غزې ته مرسته کې د صهیونیستي رژیم نمایشي کړنه
اسد 05, 1404 12:55د غزې په روانه جګړه کې د صهیونیستي رژیم بریدونه د یو شمیر نورو فلسطینیانو د شهادت لامل شوي دي. له بلې خوا پداسې حال کې چې د غزې خلک د میاشتو راهیسې له سختې قحطۍ سره مخ دي، صهیونیستي رژیم د ځواک ښودلو په توګه د غزې خلکو ته د هوا له لارې بشري مرستې غورځولي دي.
-
د سرپرست حکومت او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني اړیکه
اسد 05, 1404 12:54د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره په ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو مسلو، د افغان کډوالو د راستنیدو بهیر او په غزه کې د بشري بحران په اړه خبرې وکړې.
-
د خوړو نړیوال پروګرام سره د سرپرست حکومت همکارۍ
اسد 05, 1404 12:53د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام له نوي مشر جان آیلیف سره په یوه لیدنه کې وویل چې په هیواد کې ډیری بحرانونه کم شوي دي.
-
د روغتیايي برخې سمون لپاره د عامې روغتیا وزارت هڅې
اسد 05, 1404 12:53د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو په خپله کلنۍ حساب ورکونې غونډه کې ادعا وکړه چې دوی په تیر کال کې د هیواد روغتیایي سیسټم کې اصلاحات راوستي دي.
-
د ملګرو ملتونو او د سرپرست حکومت د استازو سلامشورې
اسد 05, 1404 12:51هیواد ته د افغان کډوالو د راستنیدو له بهیر سره همهاله د افغانستان، ایران او ملګرو ملتونو استازي به ډیر ژر په کابل کې سره راټول شي ترڅو د یوې تخنیکي غونډې په ترڅ کې د افغان کډوالو او راستنیدونکو د ملاتړ په لارو چارو بحث وکړي.
-
افغانستان ته د سفر لپاره د ایران د ولسمشر چمتوالی
اسد 05, 1404 12:50د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي دي چې چمتو دی افغانستان ته سفر وکړي ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې یوه نوې پاڼه پرانیزي.
-
د مولوي عبدالحمید لخوا د زاهدان ترهګریز برید غندنه
اسد 05, 1404 12:49د زاهدان د مکي جومات د جمعې د لمانځه امام مولوي عبدالحمید اسماعیل زهي د زاهدان په عدلیه ادارې باندې ترهګریز برید وغانده.
-
د کامبوج او ټایلنډ ترمنځ د شخړې دوام
اسد 05, 1404 12:49سره له دې چې د امریکا ولسمشر ادعا کړې چې د کامبوج او تایلینډ ترمنځ اوربند ټینګ شوی، د دواړو آسیایي هیوادونو ترمنځ نښتې دوام لري او خپلې څلورمې ورځې ته داخلې شوې دي.