د خوړو نړیوال پروګرام سره د سرپرست حکومت همکارۍ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44585-د_خوړو_نړیوال_پروګرام_سره_د_سرپرست_حکومت_همکارۍ
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام له نوي مشر جان آیلیف سره په یوه لیدنه کې وویل چې په هیواد کې ډیری بحرانونه کم شوي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
اسد 05, 1404 12:53 Asia/Kabul
  • د خوړو نړیوال پروګرام سره د سرپرست حکومت همکارۍ

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام له نوي مشر جان آیلیف سره په یوه لیدنه کې وویل چې په هیواد کې ډیری بحرانونه کم شوي دي.

په دې لیدنه کې متقي د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو ستاینه وکړه او له دې نړیوال سازمان څخه یې وغوښتل چې د بیړنیو بشري مرستو سربیره پراختیایي سکتور ته هم ډیره پاملرنه وکړي.هغه ټینګار وکړ چې په افغانستان کې ډیری ستونزې حل شوي او شرایط د زیربناوو او پراختیایي پروګرامونو د پلي کولو لپاره مناسب دي.په ورته وخت کې جان آیلیف په افغانستان کې عمومي امنیتي وضعیت مثبت ارزولی او دا یې د خوړو نړیوال پروګرام د فعالیتونو د پراخولو لپاره مناسب اساس ګڼلی دی.