د سپینې ماڼۍ مخته د فلسطین د ملاتړو لاریون
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44613-د_سپینې_ماڼۍ_مخته_د_فلسطین_د_ملاتړو_لاریون
د فلسطین د خلکو یو شمېر ملاتړو پرون د امریکا د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته مظاهره وکړه او د صهیونیستي رژیم له خوا د غزې د محاصرې د پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
اسد 06, 1404 12:40 Asia/Kabul
  • د سپینې ماڼۍ مخته د فلسطین د ملاتړو لاریون

د فلسطین د خلکو یو شمېر ملاتړو پرون د امریکا د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته مظاهره وکړه او د صهیونیستي رژیم له خوا د غزې د محاصرې د پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه.

دوی خپل اعتراض د "پریږدئ چې د خوړو لارۍ ننوځي" او "اسراییل باید د غزې لوږه ودروي" په څیر شعارونو په ورکولو سره څرګند کړ.دوی د امریکا پر حکومت د صهیونیستي رژیم د پراخ ملاتړ له امله هم نیوکه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې هیواد یې د صهیونیسټانو ملاتړ ودروي.په غزه کې د ماشومانو عکسونه په لاس کې نیولو سره لاریون کوونکو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د صهیونیستي رژیم د جرمونو او د دې سیمې د خلکو د قصدي لوږې ژر تر ژره بند کړي.