-
افغانستان کې د لوږې ناورین شدت
اسد 14, 1404 13:28له افغانستان سره د نړیوالو مرستو له چټک کمښت وروسته د خوارځواکۍ یوه پراخه څپه، په ځانګړې توګه د ماشومانو په منځ کې، په میلیونونو خلک د لوږې له خطر سره مخ کړي دي، د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې هیواد د تغذیې له خورا سخت ناورین سره مخ دی.
-
غزه کې د مرستو وېش صفونو باندې د صهیونیستي رژیم برید
اسد 14, 1404 13:27ځايي فلسطیني سرچینو اعلان وکړ چې د غزې په جنوب کې د خان یونس په " اطیاف " کمپ کې د فلسطیني کډوالو په خیمو باندې د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې لسګونه فلسطیني اتباع شهیدان شوي دي.
-
هېواد کې د برېښنا انرژۍ لپاره د څېړنو پیل
اسد 14, 1404 12:55د انرژۍ او اوبو وزارت د عزیزي انرژۍ شرکت سره یوه غونډه وکړه ترڅو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د انرژۍ پروژو د مطالعاتو او ارزونې لپاره اړینې همکارۍ او همغږۍ ته وده ورکړي.
-
پاکستان کې د کډوالو د استوګنې اسنادو د اعتبار پای
اسد 14, 1404 12:54پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې دوی د زرګونو افغان کډوالو د جبري ایستلو پروسه بیا پیل کړې ده. په دې اقدام کې شاوخوا یو اعشاریه څلور ملیون افغانان چې د مهاجرت کارتونه لري او د جون په پای کې یې قانوني استوګنه پای ته رسیدلې وه، شامل دي.
-
د حج او اوقافو وزارت د کړنو راپور
اسد 14, 1404 12:53د حج او اوقافو وزارت وايي چې سږ کال د حج مراسمو کې افغان حاجیانو ته اته میلیارده او یو سل او دري شپیته افغانۍ لګښت راغلی دی
-
د سرحدي همکاریو لپاره افغانستان څخه د پاکستان غوښتنه
اسد 14, 1404 12:52د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر د دغه هیواد په سرحدي ولایتونو کې د بریدونو د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د ترهګرو ډلو د مخنیوي لپاره یې د سرپرست حکومت مستقیمې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
-
امریکا کې د فلسطین د ملاتړو نیول
اسد 14, 1404 12:51په نیویارک کې د فلسطین په پلوۍ د لاریون په ترڅ کې د ټرمپ هوټل مخې ته له څلوېښتو څخه زیات لاریون کوونکي ونیول شول.
-
آسیايي لوبو کې د کرکټ ملي ټیم د غړو نوملړ اعلان
اسد 14, 1404 12:47د هیواد کرکټ بورډ د پاکستان او متحده عربي اماراتو پر وړاندې د راتلونکو درې اړخیزو سیالیو لپاره د روزنیز کمپ او چمتووالي لپاره د ملي ټیم د دوه ویشت لوبغاړو نوملړ خپور کړ. دا لوبې به د آسیا جام کې د ښه ګډون لپاره ټیمونو ته لاره هواره کړي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
اسد 13, 1404 13:08د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
په الاقصی جومات د صهیونیستانو د برید غندنه
اسد 13, 1404 13:06پرون په سلګونو صهیونیسټانو چې شمېر یې نږدې یو زر او درې سوه ښودل کیږي په الاقصی جومات برید وکړ او مسلمان عبادت کونکي یې له هغه ځایه وشړل او هلته یې تلمودي یهودي مراسمو ترسره کړل. چې دا عمل په کورنۍ او نړیواله کچه پراخو لاریونونو او غندنو سره مخ شو.