پاکستان کې د کډوالو د استوګنې اسنادو د اعتبار پای
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44872-پاکستان_کې_د_کډوالو_د_استوګنې_اسنادو_د_اعتبار_پای
پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې دوی د زرګونو افغان کډوالو د جبري ایستلو پروسه بیا پیل کړې ده. په دې اقدام کې شاوخوا یو اعشاریه څلور ملیون افغانان چې د مهاجرت کارتونه لري او د جون په پای کې یې قانوني استوګنه پای ته رسیدلې وه، شامل دي.
(last modified 2025-08-05T08:25:13+00:00 )
اسد 14, 1404 12:54 Asia/Kabul
  • پاکستان کې د کډوالو د استوګنې اسنادو د اعتبار پای

پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې دوی د زرګونو افغان کډوالو د جبري ایستلو پروسه بیا پیل کړې ده. په دې اقدام کې شاوخوا یو اعشاریه څلور ملیون افغانان چې د مهاجرت کارتونه لري او د جون په پای کې یې قانوني استوګنه پای ته رسیدلې وه، شامل دي.

اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی چې ډیری کډوالو هیله درلوده چې د پاکستان حکومت به دوی ته یو بل کال وخت ورکړي ترڅو شخصي مسلې حل کړي، لکه د ملکیت پلورل یا سوداګرۍ بندول مخکې له دې چې افغانستان ته راستانه شي.د پولیسو په وینا د مهاجرت کارت لرونکو سربیره، شاوخوا اته سوه زره افغانان چې د افغان تابعیت کارتونه لري په غیرقانوني توګه په پاکستان کې دي.دوی د پنجاب، بلوچستان او سند په ګډون په بیلابیلو سیمو کې توقیف شوي او د شړلو لپاره چمتو دي.د پاکستان دې اقدام باندې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ لخوا نیوکه شوې ده.د دغه سازمان د راپور له مخې د روان کال له پیل راهیسې له ایران او پاکستان څخه له یو اعشاریه دوه میلیون څخه ډیر افغانان په زوره راستانه شوي دي.