د حج او اوقافو وزارت د کړنو راپور
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44871-د_حج_او_اوقافو_وزارت_د_کړنو_راپور
د حج او اوقافو وزارت وايي چې سږ کال د حج مراسمو کې افغان حاجیانو ته اته میلیارده او یو سل او دري شپیته افغانۍ لګښت راغلی دی
(last modified 2025-08-05T08:24:16+00:00 )
اسد 14, 1404 12:53 Asia/Kabul
  • د حج او اوقافو وزارت د کړنو راپور

د حج او اوقافو وزارت وايي چې سږ کال د حج مراسمو کې افغان حاجیانو ته اته میلیارده او یو سل او دري شپیته افغانۍ لګښت راغلی دی

د دې وزارت سرپرست نور محمد ثاقب نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې سږ کال له افغانستان څخه دیرش زره کسان حج ته تللي دي.د حج او اوقافو وزیر وايي چې افغانستان څخه حاجیانو د سږ کال په مراسمو کې د ګډون لپاره لهاته میلیارده او یو سل او دري شپیته افغانیو څخه زیاتې پیسې لګولي دي.د هغه په وینا سعودي عربستان ته د هر حاجی د سفر لګښت له دوه سوه زره افغانیو څخه زیات اټکل شوی او له ټولو حاجیانو څخه له اته میلیارده او دوه سوه اووه اتیا میلیونه اووه سوه دوه اویا زره افغانیو څخه زیاتې راټول شوي دي.تېر کال له افغانستان څخه دیرش زره حاجیان حج ته تللي وو، او د دوی د سفر ټول لګښت یو سل او اووه اویا میلیون ډالر اټکل شوی و.