-
د حماس جنبش لخوا د اوربند د وړاندیز شوي پلان منل
اسد 28, 1404 13:54خبري سرچینو راپور ورکړی چې حماس تیره شپه د منځګړو د اوربند وړاندیز سره هوکړه کړې ده. تمه کیږي چې اوربند به د لسو ژوندي بندیان او اتلس صهیونستي بندیانو جسدونو د دوه سوه فلسطیني بندیانو په مقابل کې چې په اوږدمهاله بند محکوم شوي دي تبادله کړي.
-
په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او زیلیسنکي لیدنه
اسد 28, 1404 13:52د اوکراین او امریکا ولسمشرانو تېره شپه په سپینه ماڼۍ کې سره ولیدل. د رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار وکړ چې اوکراین نشي کولی له ناټو سره یوځای شي. ټرمپ زیاته کړه چې د روسیې، اوکراین او امریکا ترمنځ به ډیر ژر درې اړخیزه غونډه وشي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
اسد 28, 1404 13:52د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د آسیا د ښکلا سیالیو کې د شپږ افغان لوبغاړو ګډون
اسد 28, 1404 13:51د افغانستان د ښکلا او فټنس ملي لوبډلې شپږ لوبغاړي د تایلینډ په کوربه توب د آسیا د ښکلا او فټنس په اتلولیو کې د ګډون لپاره بنګکاک ته تللي دي
-
د کډوالو د راستنېدو پر کم فرصت د کابل نیوکه
اسد 28, 1404 13:49په پاکستان کې د سرپرست حکومت سفیر د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له استازي سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د باعزته راستنیدو لپاره ډیر وخت ته اړتیا ده.
-
د عینکو د مس د کان تړون تمدید
اسد 28, 1404 13:47د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ چې د لوګر ولایت د عینک د مسو د کان د اکتشاف او استخراج تړون د پنځلسو نورو کلونو په مخه تمدید کړ.
-
د ایران او ارمنستان ترمنځ د همکارۍ لس سندونو لاسلیک
اسد 28, 1404 13:45د ارمنستان او ایران چارواکو د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان او د ارمنستان د لومړي وزیر نیکول پاشینیان په شتون کې له لسو څخه زیات د همکارۍ سندونه لاسلیک کړل.
-
د نجونو پر زده کړو د کرزي ټینګار
اسد 28, 1404 13:44د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې د هیواد د آزادۍ او خپلواکۍ د ټولو لپاره د زدهکړو د مساوي حق خوندیتوب پورې اړه لري.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
اسد 27, 1404 13:03د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د افغانستان اتلانو لیګ سیالیو ته لارموندنه
اسد 27, 1404 13:01په کندز ولایت کې د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ لپاره د لار موندلو سیالۍ وروستۍ مرحله پای ته ورسیده.