د نړۍ څو هیوادونو کې د صهیونیستانو ضد لاریونونه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45347-د_نړۍ_څو_هیوادونو_کې_د_صهیونیستانو_ضد_لاریونونه
په مراکش، یمن او موریتانیا کې زرګونو کسانو د غزې د مظلومو خلکو د ملاتړ لپاره لوی لاریونونه وکړل.
(last modified 2025-08-23T08:06:36+00:00 )
سنبله 01, 1404 12:35 Asia/Kabul
  • د نړۍ څو هیوادونو کې د صهیونیستانو ضد لاریونونه

په مراکش، یمن او موریتانیا کې زرګونو کسانو د غزې د مظلومو خلکو د ملاتړ لپاره لوی لاریونونه وکړل.

لاریون کوونکو په غزه کې د فلسطیني خلکو پر وړاندې د صهیونیستي رژیم د تیري په اړه خپله کرکه څرګنده کړه او د دې جنایتونو د ژر تر ژره پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه.دوی د فلسطینیانو د لوږې د پالیسۍ او په غزه کې د نسل وژنې جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه، چې د صهیونیستي رژیم له خوا له نږدې دروېشتو میاشتو راهیسې روانه ده.په دې لاریونونو کې چې د نړۍ په څو هیوادونو کې ترسره شول، لاریون کوونکو د فلسطین له مظلومو خلکو سره یوالي څرګند کړ او له مسلمانو حکومتونو یې وغوښتل چې د داسې جنایتونو پر وړاندې ودریږي.