د امنیت شورا څخه د ایران غوښتنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45344-د_امنیت_شورا_څخه_د_ایران_غوښتنه
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر په سیستان او بلوچستان کې د ترهګریز برید په اړه امنیت شورا ته لیکلي دي، چې ایران د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه غواړي چې دا عمل په سختو ټکو او پرته له کوم ابهام څخه وغندي.
(last modified 2025-08-23T08:03:37+00:00 )
سنبله 01, 1404 12:33 Asia/Kabul
  • د امنیت شورا څخه د ایران غوښتنه

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر په سیستان او بلوچستان کې د ترهګریز برید په اړه امنیت شورا ته لیکلي دي، چې ایران د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه غواړي چې دا عمل په سختو ټکو او پرته له کوم ابهام څخه وغندي.

امیر سعید ایرواني د ترهګرۍ په غندلو کې هر ډول دوه ګونی معیار د منلو وړ نه بولي.ایرواني زیاته کړه: د جمعې په ورځ د ماسپښین په لومړیو ساعتونو کې د سیستان او بلوچستان ولایت د ایران شهر ولسوالۍ په دامان سیمه کې د جیش العدل وسله والو ترهګرو د ایراني پولیسو په دوو موټرو برید وکړ.هغه وویل چې دا بزدلانه برید د پنځو پولیسو د شهادت لامل شو. چې د جیش العدل ترهګرې ډلې په ښکاره ډول د دې جرم پړه په غاړه اخیستی دی.