سنبله 30, 1402 10:02 Asia/Kabul
  • ایلن مسک د ایکسپاڼې پر کاروونکو فیس لګوي

د ټویټر (ایکس) ټولنیزې شبکې مالک ایلن مسک وړاندیز کړی چې له دې وروسته به ددغې شبکې له ټولو کاروونکو میاشتنی فیس واخلي.

مسک چې تر دې وړاندې د شین مارک په خاطر فیس وضع کړی و، اوس وايي چې له هغو ټولو کسانو څخه باید فیس واخیستل شي چې له ایکسپاڼې څخه کار اخلي.

ایلن مسک پرون (دوشنبې) د دې کار دلیل په ایکسپاڼه کې د ګڼې ګوڼې مخنیوی وباله.  

ایلن مسک، چې د نړۍ له لومړی درجه لویو میلیاردرانو څخه دی، د تیرکال په اوکتوبر کې له اوږدو ناندریو وروسته ټویټر په ۴۴ ملیارډ ډالرو وپېرله. ده وروسته د ټویټر اکثره کارکوونکي له دندو لېرې کړل او نور ګڼ بدلونونه یې پکې راوستل چې تر ټولو وروستی یې د دې ټولنیزې شبکې نوم و چې له ټویټر څخه یې پر ایکس بدل کړ.

مسک د سږکال په جولای کې ویلي و چې دې شبکې د اعلانونو له درکه شاوخوا نیمایي عاید له لاسه ورکړی دي.

کتونکي د دې علت په ایکس شبکه کې د کارکوونکو د بدلون په شمول د ایلن مسک ځای ۰ بې ځایه تغییرات بولي او وايي چې ممکن ایلن مسک په دې ډول بدلونونو دا شبکه یو مخ له سقوط سره مخامخ کړي.

ایکسپاڼه حاضردمه په نړۍ کې د میاشتې تر ۳۶۸ میلیونه ډېر فعاله کاروونکي لري خو وړاندوینې ښيي چې جتي که ایلن مسک فیس هم وضع نه کړي، تر ۲۰۲۴ پورې به په دې شمېر کې د ۲۰۲۲ پرتله ۵ سلنه کم شي.