تازه څېړنه: مولټي ویټامینونه عمر نه اوږدوي بلکې کموي یې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i34514-تازه_څېړنه_مولټي_ویټامینونه_عمر_نه_اوږدوي_بلکې_کموي_یې
د امریکایي څیړونکو له خوا یوه پراخه څیړنه ښیي چې د مولټي ویټامینونو ورځنی مصرف نه یوازې دا چې د عمر له اوږدولو مرسته نه کوي، بلکې د ژر مړینې خطر هم زیاتوي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 16, 1403 09:01 Asia/Kabul
  • تازه څېړنه: مولټي ویټامینونه عمر نه اوږدوي بلکې کموي یې

د امریکایي څیړونکو له خوا یوه پراخه څیړنه ښیي چې د مولټي ویټامینونو ورځنی مصرف نه یوازې دا چې د عمر له اوږدولو مرسته نه کوي، بلکې د ژر مړینې خطر هم زیاتوي.

په دې څیړنه کې چې په متحدو ایالتونو کې د سرطان په ملي انسټیټیوټ کې شوې، د نژدې 400,000 داسي لویانو، چې جدي اوږدمهاله ناروغي یې نه لرله، روغتیا څارل شوې څو په راتلونکو دوو لسیزو کې د دوی په مړینې باندې د مولټي ویټامین اغیزې معلومي شي.

د تمې خلاف، هغو کسانو، چې په منظمه توګه یې مولټي ویټامینونه استعمالول، د مطالعې په دوره کې د هغو کسانو پرتله چې دا ضمیمه یې نه کاروله یو څه ډیر مړه شوي وو.

څیړونکي دې پایلې ته رسیدلي چې “د مولټي ویټامین کارول د عمر د اوږدېدو نه سبب کیږي.”