د کندهار میوند ولسوالۍ ته لا هم خدمات نشته
https://af.sahartv.ir/tv/pashto_news_section-i5296-د_کندهار_میوند_ولسوالۍ_ته_لا_هم_خدمات_نشته
د کندهار میوند ولسوالي چې په تېرو جګړو کې سخته زپل شوې، لا هم ورته د روغتیایي، رغنیزو او نورو برخو چوپړتیاوې نشته او که وي نو په ډېره لږه کچه دي 1401/7/13
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
میزان 13, 1401 13:20 Asia/Kabul

د کندهار میوند ولسوالي چې په تېرو جګړو کې سخته زپل شوې، لا هم ورته د روغتیایي، رغنیزو او نورو برخو چوپړتیاوې نشته او که وي نو په ډېره لږه کچه دي 1401/7/13

د سحر افغانستان تلویزیون د راپور له مخې، د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې په تېرو جګړو کې د نوموړې ولسوالۍ زرګونو وګړو ته مرګژوبله اوښتې خو له تېر یوه کال راهیسې لاهم ورته پاملرنه نه ده شوې.

د میوند د (بند تیمور) سیمې اوسېدونکي وایي: "کورونه یې په جګړو او بمباریو کې وران شوي خو لا هم ورته د بیارغونې، ښوونیزې او روغتیایي برخو خدمات نه دي شوي.دوی ټینګار کوي چې تر هرڅه باید ډېره پاملرنه ښوونیزې برخې ته وشي."