-
افغانستان کې سږ کال کرنیزو ځمکو کې د پام وړ زیاتوالی
سرطان 23, 1405 17:29د سرپرست حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې اعلان کړی چې په روان لمریز کال کې په افغانستان کې د اوبو او للمیو کرنیزو ځمکو ساحه د تیر کال پرتله لس سلنه زیاته شوې ده. د دې ځمکو ساحه له درې ملیون هکتارو څخه زیاته ښودل شوې ده.
-
کابل کې د انقلاب د شهید رهبر مقام ته درناوی
سرطان 23, 1405 17:24په کابل کې د سني او شیعه مذهبي عالمانو په ګډون سره د امت د شهید رهبر له نظره په اسلامي بیدارۍ کې د دیني عالمانو رسالت تر سرلیک لاندې یو کنفرانس ترسره کړ. په دې کنفرانس کې د انقلاب د شهید رهبر جنازه په ټوله نړۍ کې د اسلامي بیدارۍ یو له اغیزو څخه وباله
-
سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ د سختې شخړې دوام
سرطان 23, 1405 17:19سره له دې چې ایران سره په جګړه کې د امریکا د پوځي تلفاتو په اړه سخت سانسور شتون لري، اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی چې ایران سره په جګړه کې د امریکایي ځواکونو د رسمي مرګ ژوبلې شمیره د هغه څه پرتله ډیره لوړه ده چې رسمي سرچینې یې راپور ورکوي.
-
د افغانستان او چین سوداګریزې سلامشورې
سرطان 22, 1405 16:04د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو پلاوی چین ته تللی تر څو د هغه هیواد له اقتصادي چارواکو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراختیا، پانګونې زیاتوالي او د خصوصي سکتور د اړیکو د پیاوړتیا په اړه به خبرې وکړي.
-
ننګرهار کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون
سرطان 22, 1405 16:02په ننګرهار ولایت کې د صنعت اونۍ په مناسبت د کورنیو تولیداتو او کرنیزو محصولاتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو. د دغه ولایت د صنایعو او سوداګرۍ ریاست مسؤلین وايي په دغه نندارتون کې د کورنیو تولیداتو د نندارې لپاره اتیا غرفې جوړې شوې دي چې د جوړېدو موخه یې کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه او د هېواد له تولیدونکو ملاتړ دی.
-
د اوړي موسم کې په خوارځواکۍ د اخته کېدو خطر
سرطان 22, 1405 16:00لکه څنګه چې افغانستان د لوږې د موسم اوج ته په نږدې کېدو دی، یونیسف خبرداری ورکړی چې د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي درې اعشاریه اووه میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي او د تغذیې پروګرامونو د ملاتړ لپاره یې د بیړني تمویل غوښتنه کړې ده.
-
د امریکا بریدونو ته د ایران ځواب
سرطان 22, 1405 15:46د ایران پر ضد د نن سهار بریدونو په ځواب کې د ایران وسله والو ځواکونو د سیمې په څو هیوادونو کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي، همدارنګه د اسلامي انقلاب ځواکونو د هرمز تنګی تر بلې خبرتیا پورې تړلی دی .
-
د سرپرست حکومت چارواکو سره د ملګرو ملتونو استازي لیدنه
سرطان 18, 1405 18:59د پاکستان د پوځ ویاند ویلي دي چې په کراچۍ او بلوچستان کې په څو بریدونو کې لسګونه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. احمد شریف چودري د افغانستان حکومت د وسله والو ډلو په ملاتړ تورن کړ هغه ادعا چې کابل مخکې رد کړې ده.
-
د سرپرست حکومت چارواکو سره د ملګرو ملتونو استازي لیدنه
سرطان 18, 1405 18:57د ملګرو ملتونو لوړ پوړو چارواکو افغانستان ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې د بشري مرستو او پراختیایي پانګونې د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ. برهم صالح او الکساندر ډی کرو خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو کموالی کولی شي په افغانستان کې بشري ناورین، فقر او بې ځایه کیدنه نوره هم زیاته کړي.
-
کربلا کې د امت د شهید امام د جنازې مراسمو پای
سرطان 18, 1405 18:30د امت شهید رهبر آیت الله العظمی سید علي حسیني خامنه ای د جنازې او وداع مراسم نن پنجشنبې سهار د سید الشهداء او ابوالفضل العباس په سپیڅلو زیارتونو کې د جنازې په ترسره کولو سره پای ته ورسیدل.