په کابل کې د امیرخان متقي او کاظمي قمي لیدنه
سنبله 13, 1402 15:28 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي وزیر اميرخان متقي نن په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره لیدلي دي.د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال وايي، په دې کتنه کې دواړو لورو پر اوسنيو مسايلو خبرې کړې او د اړيکو او همکاريو پر پياوړتيا يې ټينګار هم کړی.