د افغانستان او ایران ترمنځ به سوداګریزې اړیکې د اورګاډي له لارې پیل شي
د طالبانو د حکومت د رېل پټلۍ اداره وايي چې د نوي هجري لمریز کال له رارسېدو مخکې به د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې اړیکې د اورګاډي له لارې پیل شي.
د دې ادارې ویاند سمیع الله درانی وايي، یوه ایراني پلاوي هرات ولایت ته له سفر وروسته دوی ته ډاډ ورکړی چې د هرات – خواف ترمنځ د اورګاډي پټلۍ به ژر پرانېزي.هغه ویلي چې ، ایراني پلاوي ژمنه کړې چې د راتلونکي کال تر لومړۍ میاشتې مخکې به لومړی سوداګریز اورګاډی افغانستان ته راورسېږي. نوموړی زیاتوي کله چې دغه ریل ګاډی راورسیږي، دا په دې مانا ده چې افغانستان به د ریل پټلۍ له لارې د ایران له اسلامي جمهوریت سره مستقیم وصل شي او دا زموږ د هیوادوالو لپاره ښه ژمنه ده. »ښاغلي دراني دا هم ویلي ، چې دوه ورځې وړاندې ایراني لوري د هرات – خواف ریل پټلۍ د غوریان سټیشن ودانۍ او تجهیزات افغانستان ته وسپارل.ده همداراز څرګنده کړه چې د دې پروژې په فعالېدو سره به شاوخوا پنځه زره افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.د نړيوالې ټولنې له خوا د طالبانو په رسمیت د نه پېژندلو سره سره ايران يو له هغو هيوادونو څخه دى چې له افغانستان سره يې اقتصادي اړيکې ټينګې کړې دي.