غزه کې د درېیو صهیونیستي پوځیانو ټپي کیدل
سرطان 19, 1404 16:16 Asia/Kabul
د صهیونیستي رژیم پوځ نن پنجشنبه سهار وویل چې د دغه رژیم درې پوځيان د غزې په ښار کې د مقاومت ځواکونو لخوا په نښه شوي دي.
د صهیونیستي پوځ ویاند آویخای ادرعی وویل چې دا درې پوځیان د اوومې فرقې ځواکونو څخه وو چې نهه نووییم کنډک سره تړاو لري چې فلسطیني مقاومت ځواکونو سره د یوې نښتې په لړ کې سخت ټپیان شوي وو.په همدې حال کې د صهیونیستي رژیم پوځ وايي چې دوی د نیول شویو سیمو په جنوب کې د یاد رژیم د یوه پوځي جسد موندلی دی.د صهیونیستي رژیم هیوم شام ورځپاڼې تیره شپه د پوځي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د دې کس د مړینې د لامل په اړه څیړنې پیل شوي دي .د فلسطیني مقاومت ځواکونو لخوا برید او د صهیونیستي پوځیانو لخوا ځان وژنه د دغه رژیم د پوځي ځواکونو ترمنځ د مړینې یو له مهمو لاملونو څخه ګرځیدلی دی.