ثور 06, 1402 07:51 Asia/Kabul
  • د بګرام بندخونې لومړنی مستند فلم نندارې ته وړاندې شو

د بګرام زندان لومړنی مستند فلم چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فلمونو د څانګې له خوا جوړ شوی و، نندارې ته وړاندې شو.

به یاده غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير مولوي عتيق الله عزيزي وويل، د دغه مستند فلم په جوړولو کې دافغان فلم هلې ځلې د ستاينې وړ دي.

نوموړي زیاته کړه د بګرام په زندان کې مجاهدین له کوم جرم پرته د اشغالګرو امریکايي ځواکونو له لوري ربړول شوي او د دوی ټول حقوق تر پښو لاندې شوي چې په دې فلم کې د دوی د شکنجې بېلګه هم شته.

ښاغلي عزیزي همدا راز وویل، چې مجاهدین نه یوازې د بګرام په زندان کې بلکې د ملي امنیت په زندان، پلچرخي، ګوانتانامو او نورو زندانونو کې هم د اشغالګرو او تېر حکومت له خوا شکنجه او جنایتونه پرې شوي دي.

نوموړي پر سیمو بمباري د امریکایانو بل جنایت وباله، هغه زیاته کړه چې پر ماشومانو، جنازو او نورو ځایونو بمباري یې هم د دوی له جنایتونو څخه ده او په شلو کلونو کې یې په افغانستان کې ترهګري رامنځ ته کړې ده.

بل لور ته د افغان فلم ډایرکټر مولوي جاوید افغان وویل، چې د دغه فلم د جوړولو موخه د بګرام زندان د امریکایانو د جنایتونو مستند کول او انځورول دي، دی وایي چې له شلو کلونو راهیسې امریکایانو د بګرام په زندان کې افغانان وربړول او د هغوی دا ظلمونه او جنایتونه په دې فلم کې مستند شوي دي.

نوموړي وويل چې په تير کال کې د دغه رياست له خوا پنځه مستند فلمونه په بيلابيلو څانګو کې جوړ شوي او هڅه کوو چې په راتلونکي کې نور مستند فلمونه هم جوړ کړو.

د بګرام زندان د مستندو فلمونو مسوول ظريف دروېش په خپلو خبرو کې وويل، دغه فلم د افغانستان د فلمونو رياست د تخنيکي ټيم له خوا په شپږو مياشتو کې چمتو شوى، او نن نندارې ته وړاندې شو.

د یادونې وړ ده چې د بګرام زندان په افغانستان تر ټولو لوی زندان وو چې تر ۲۰۱۴ز کال پورې د امریکایانو له لوري اداره کېده او له یاد کال وروسته د یاد زندان اداره په کابل د دوی تر ملاتړ لاندې حکومت ته وسپارل شوه او په تېرو شلو کلنو کې د یاد زندان بندیانو خورا ډېر تکلیفونه او ستونزې وګاللې.