-
په ننګرهار کې د فوټسال رمضان جام سیالۍ پیل شوې
حمل 14, 1402 07:27د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ پيل شوې. په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست د ورزش امر او ورزشي فدراسیونونو پر مسولینو سربېره ورزشکارانو او د ورزش یو شمېر مینوالو ګډون کړی و.
-
خوست؛ د فوټسال رمضان جام سیالیو په دوام دوه سيالۍ وشوې
حمل 14, 1402 07:25د خوست ولايت د فوټبال فدراسيون له لوري د اماني ملي لوبغالي ترڅنګ په سرپټي لوبغالي کې د رمضان جام سیالیو په دوام دوه سيالۍ ترسره شوې.
-
د المپیک ملي کمېټې د مشرولۍ له خوا د فریزبي انتخابي سیالیو ګټونکې لوبډله وستایل شوه
حمل 14, 1402 07:24د المپیک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاینده اختر نن سهار په خپل کاري دفتر کې د فریزبي فدراسیون رهبري او د انتخابي سیالیو ګټونکي ورزشکاران وستایل او وې هڅول.
-
په نورستان ولایت کې د غشو ویشتلو دودیزو سیالیو دوام
حمل 14, 1402 07:22د نورستان ولایت کامدیش ولسوالۍ په منده ګل کلي کې د غشو ویشتلو دودیزو سیالیو په دوام تېره ورځ یوه سیالي ترسره شوه
-
په کندهار کې د ۱۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال رمضان جام سیالۍ پیل شوې
حمل 12, 1402 08:26په نوموړو سیالیو کې په دریو ګروپونو آزاد جام ناک اوټ سیالۍ، کامران جام فوټبال ګروپي سیالۍ او ښادمن جام د کندهار د آتو منتخبو لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره کېږي، چې په ترتیب سره پکې ۸۰- ۲۴ او ۸ لوبډلو شاملې دي.
-
په خوست کې د لومړي ځل لپاره د فوټسال رمضان جام سيالۍ پيل شوې
حمل 12, 1402 08:24د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمریت او د فوټبال فدراسيون له لوري د لومړي ځل لپاره د شلو لوبډلو ترمنځ په په مرکزي سرپټي میدان کې د فوټسال رمضان جام سيالۍ پيل شوې.
-
په خوست کې د واليبال رمضان جام تمريناتي سیالۍ پيل شوې
حمل 12, 1402 08:22د خوست ولايت د صبریو ولسوالۍ په ګلدار کلي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال د رمضان جام تمریناتي سیالۍ پیل شوې.
-
په هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د کبډي سیالۍ پیل شوې
حمل 12, 1402 08:20د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار په نظري ورزشي کلب کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د کبډي سیالۍ پیل شوې.
-
د خوست د بدني روزنې او سپورټ آمریت د ۱۴۰۱ل.ل. کال د تېرو پنځو میاشتو ورزشي فعاليتونه
حمل 12, 1402 08:17خوست يو له هغو ولایتونو څخه دی،چې ورزش پکې په پراخه کچه شتون لري او هم په ډېر تعداد د ورزشکارانو او د ورزش مينوالو لرونکی دی. خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت په چوکاټ کې اماني ملي لوبغالی لري، چې په مجهز ډول جوړ شوی دی، د دې ترڅنګ ياد آمريت د هاکي، فوټبال او کرکټ اکاډميانې هم لري. په نوموړي ولايت کې د سره صليب په مالي لګښت د باسکېټبال او واليبال لوبو لپاره مجهز ميدان جوړ شوی دی، چې په يادو لوبو کې ترې استفاده کيږي.
-
په هلمند کې د ټېپ بال کرکټ د رمضان جام سیالیو په دوام تېره شپه درې سیالۍ ترسره شوې
حمل 12, 1402 07:16لومړۍ لوبه د عابد اڅکزي او خادم باچا کرکټ لوبډولو ترمنځ ترسره شوه، عابد اڅکزي لوبډلې لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه او په لسو اورونو کې یې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۱۹ منډې هدف کېښود، بل پلو یاد هدف خادم باچا لوبډلې د پنځو ویکټو په زیان پوره کړ او سیالې لوبډلې ته یې په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.