-
په لغمان کې د هنډ بال رمضان جام سیالیو اتلولي د لغمان ستورو لوبډلې خپله کړه
حمل 12, 1402 07:15د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او هنډ بال فدراسیون په ګډه همکارۍ د څلورو لوبډلو ترمنځ د هنډ بال پیل شوې سیالۍ د لغمان ستورو کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
-
په هلمند کې د ټېپ بال کرکټ د رمضان جام سیالیو په دوام پرون هم درې سیالۍ ترسره شوې
حمل 12, 1402 07:13لومړۍ لوبه د سټار اڅکزي او ازاد لوبډولو ترمنځ ترسره شوه، سټار لوبډلې لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو آتو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۶۱ منډې هدف کېښود، بل پلو بیا یاد هدف ته ازاد لوبډلې په شپږم اور کې ځان ورساوه او په ۸ ویکټو یې ماتې ورکړه.
-
د خوست په مهدي خېلو سیمه کې د فوټبال رمضان جام شپنۍ سیالۍ پیل شوې
حمل 12, 1402 07:12د خوست ولایت د فوټبال فدراسیون په چوکاټ کې د مهدي خېلو ځوانانو له خوا د هدیرې په میدان کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال شپنۍ سیالۍ پیل شوې.
-
د افغانستان ۱۹ کلنه ملي لوبډله سریلانکا ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته ووته
حمل 09, 1402 07:25د افغانستان ۱۹ کلنه ملي لوبډله سریلانکا ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته ووته.
-
د کرکټ ملي لوبډله پاکستان سره له سیالیو وروسته بېرته هېواد ته راستنه شوه
حمل 09, 1402 07:23. د کرکټ ملي لوبډله په شارجه نړیوال لوبغالي کې له پاکستان سره تر سیالیو وروسته بېرته هېواد ته راستنه شوه
-
په خوست کې د لکڼو والیبال رمضان جام سیالۍ پیل شوې
حمل 09, 1402 07:20د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او والیبال فدارسیون په همغږۍ د لکڼو ځوانانو له خوا د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام سیالۍ پيل شوې.
-
په نورستان کې د غشو ویشتلو سیالۍ پیل شوې
حمل 09, 1402 07:17د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د دغې ولسوالۍ د خلکو له لوري له یوې اوونۍ راپدېخوا د ۱۶ ټيمونو ترمنځ د غشو ویشتلو سیالۍ پیل شوې دي.
-
د درغلۍ له امله د بوکسنګ فدراسیون په رهبري کې بدلون راځي
حمل 09, 1402 07:14د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رهبري د ملي لوبډلې د غوراوي په سیالیو کې د درغلۍ له امله د بوکسنګ فدراسیون په رهبري کې تغییر راولي
-
د دایکندي د واليبال پخلاينې سياليو اتلولي د غاف ځوانانو لوبډلې خپله کړه
حمل 09, 1402 07:12د دایکندي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو ترمنځ د پخلاینې والیبال جام سیالیو اتلولي د غاف ځوانانو لوبډلې وګټله.
-
د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت د ۱۴۰۱هـ.ل کال ورزشي فعاليتونه
حمل 09, 1402 07:10د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت د سپورټ د ودې او ترقي په برخه کې د خپلو هڅو او کوښښونو په مټ توانېدلی دی،چې د ورزش په برخه کې ښه فعاليت او پرمختګ ولري او په دې برخه کې يو له لاسته راوړونکو ولايتونو څخه ګڼل کيږي.