له الله ج پرته د بل چا عبادت کول شرک دی او شرک وګڼل شو.
محمدص د الله ج استازی و او ګومارل شوی و ترڅو د حق غږ تر خلکو ورسوي. دغه کار کې که څه هم خنډونه پرېمانه وو خو حق یې په خوا و.
د وخت جاهلو خلکو به د ناپوهۍ له امله د رزق موندلو له پاره هغه مهال ښایسته خلک قرباني کول خو د رزق اصلي دروازه ورته محمد(ص) وښودله.
محمد(ص) برکتي شخصیت و او په لاسونو کې یې هم لوی برکت پروت و.
د محمد ص او پلویانو په اړه یې د کینه ګرو کینه لاهم موجوده وه او هرچا ترخپلې وسې زیار ویست خو محمد ص د الله په ساتنه کې و.
وروستی پيغمبر به د عادي انسانانو له منځه وي او خلک به د نېکۍ لوري ته رابلي او له بدۍ به يې منع کوي.
د راهبانو په کتاب کې هم وړاندوینه شوې وه چې د وروستي پیغمبر نخښې به څه وي خو (هغه خدای بې لارې کړی په لار نه شو).
بختور هغه څوک وو چې په ډله کې به یې محمد(ص) و او الله ج هم دغه خلک عزتمند ګرځولي و.
د جهل او ناپوهۍ په دوران کې خلکو خپلې ژوندۍ لوڼې تر خاورو لاندې کولې او د لور درلودل ورته عیب ښکارېده.
پیغمبر(ص) په ټولنه کې یو زړه سواندی شخصیت و.