برکتي شخصیت او برکتي یې لاسونه
قوس 07, 1401 16:01 Asia/Kabul
محمد(ص) برکتي شخصیت و او په لاسونو کې یې هم لوی برکت پروت و.
د ابوطالب کاروان چې محمد ص هم ورسره و، خپل سفر ته ادامه ورکوله او له ډول ډول پېښو سره مخ شول. د محمد ص له پاره د لارې په اوږدو کې دالله ج له لوري ورېځې مقرر شوې وې ترڅو د لمر له تودو وړانګو خوندي اوسي. د عربو دښتې زښتې ډېرې ګرمې وې نو الله ج خپل حبیب (ص) ته ډېر متوجه و.