قوس 09, 1401 16:04 Asia/Kabul

محمدص د الله ج استازی و او ګومارل شوی و ترڅو د حق غږ تر خلکو ورسوي. دغه کار کې که څه هم خنډونه پرېمانه وو خو حق یې په خوا و.

د مشرکانو په ځانګړي ډول د مشرانو دا عادت و چې د مسلمانانو په ډلو او غونډو کې مزاحمت وکړي خو بیا به هم الله ج شرمنده کول.

هغه وخت د مسلمانانو په ځانګړي ډول د محمدص اخلاقو هرڅوک اغېزمنول او اسلام خواته به راماتېدل.  حق ته د دعوت نخښې څرګندې وې او هرچا د سر په سترګو هرڅه لیدل. مشرکان هم مخ په کمزوري کېدو وو خو دوی ته له جنګ پرته بله لاره ښه نه ښکارېده.

تگ