-
په کندز کې د فوټسال سیالۍ د اخلاص لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
حمل 07, 1402 10:00د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او فوټبال فدراسیون په همغږۍ د فوتسال د ۲۴ لوبډلو ترمنځ راپیل شوې سیالۍ د اخلاص لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
-
په هلمند کې د ټېپ بال کرکټ د رمضان جام سیالۍ پیل شوې
حمل 07, 1402 09:58د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د دغه ولایت په محمد ایوب خان لوبغالي کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال د رمضان جام سیالۍ پیل شوې.
-
هرات کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي وشوه
حمل 07, 1402 09:55د هرات ولایت د غوريان ولسوالۍ د مرکز او کليو د ٣٠ تنو ورزشکارانو په ګډون له ١٠ کيلومتره واټن سره د ځغاستې لومړى پړاو سيالۍ ترسره شوې.
-
غزني؛ د شلګر زلمي واليبال لوبډله د واليبال سيالۍ وګټلې
حمل 07, 1402 09:53د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت په همکاري د غزني ولايت د کليو د ۱۲ لوبډلو تر منځ يو مياشت مخکې د شاباز دوکانونو په سيمه کې د واليبال ټورنمنټ پيل شوی و، چې په پايله کې د شلګر زلمي لوبډله وتوانېده د يادو سياليو اتلولي خپله کړي.
-
افغانستان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته په لومړنۍ سيالي کې په ۶ ويکټو ماتې وکړه
حمل 05, 1402 11:40د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې خپلې سيالې پاکستانۍ لوبډلې ته د اماراتو هيواد په شارجه نړيوال لوبغالي کې په لومړنۍ شل اوریزې لوبې کې په ۶ ويکټو ماتې ورکړه.
-
ميدان وردګ؛ په بهسود ولسوالۍ کې د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې
حمل 05, 1402 11:39د ميدان وردګ ولايت په بهسود ولسوالۍ کې د يوې ورځې لپاره د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.
-
بغلان؛ د فوټبال غوره لیګ پر دوام شپږمه لوبه وشوه
حمل 05, 1402 11:37د بغلان ولایت د فوټبال فدراسیون له خوا د جوړ شوي فوټبال غوره لیګ پر دوام د بغلان ولایت په مرکزي ورزشي لوبغالي کې د نهمې اوونۍ شپږمه لوبه ترسره شوه.
-
د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست فوټسال لوبډله د کاپيسا سياليو ګټونکې شوه
حمل 05, 1402 11:35د کاپيسا د فوټبال فدراسيون د نوموړي ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت په همکاري د ۱۲ لوبډلو تر منځ د فوټسال سيالۍ د کب مياشتې پر ۲۹مې پيل کړې وې، چې تېره ورځ د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
-
د لوګر اتلانو لوبډله د محمد اغې ولسوالۍ د واليبال سياليو ګټونکې شوه
حمل 05, 1402 11:33دغه سيالۍ د کب مياشتې پر ۱۹ نېټه د لوګر ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو تر منځ پيل شوې وې، چې په پای کې تېره ورځ د لوګر اتلانو لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
-
په کونړ کې د واليبال ټورنمنټ د قمچۍ واليبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد
حمل 05, 1402 11:30د کونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د واليبال جوړ شوی ټورنمنټ، چې د ۱۴۰۱کال د کب مياشتې په ۲۵مه پيل او ۱۵ لوبډلو پکې ګډون کړی و، د قمچۍ واليبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.