-
هلمند؛ اریانا لوبډلې د ناد علي ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وګټله
حمل 05, 1402 11:29د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ځوان لوبغاړو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې د لس لوبډلو په ګډون د تېر ١٤٠١ کال د سلواغې مياشتې په ١٨ نېټه په ګروپي شکل پيل شوې وې د اريانا لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
-
ننګرهار: په سره رود ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ د خليل کلب لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېد
حمل 05, 1402 11:27د واليبال دغه ټورنمنټ، چې څه موده وړاندې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ننګرهار ولايت په سره رود ولسوالۍ کې پيل شوى و د خليل کلب لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېد.
-
کندوز؛ د ازادۍ په نوم د فوټبال سيالۍ د استقلال نواباد لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدلې
حمل 05, 1402 11:22د کندز ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د دې ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د فوټبال فدراسيون له لوري، د ازادۍ په نوم د فوټبال سيالۍ، چې دوه مياشتنې وړاندې د ١٧ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې، د استقلال نواباد لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
-
میدان وردګ؛ د روژې میاشتې په مناسبت د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې
حمل 05, 1402 11:19د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت په همکارۍ د جوجیتسو فدراسیون له لوري د روژې مبارکې مياشتې د رارسېدو په مناسبت، د همدې رشتې د ٢کلبونو ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د جوجيتسو سيالۍ تر سره شوې.
-
خوست: معروف لوبډلې د صبریو والیبال ټورنمنټ په خپل نوم کړ
حمل 05, 1402 11:16د خوست ولایت د بدني روزنې او سپورټ امريت په همکارۍ د واليبال فدراسيون له لوري د واليبال ټورنمنټ، چې د صبريو ولسوالۍ د مليو خورۍ کلي په لوبغالي کې يوه نيمه مياشت وړاندې د مخدره مواد پر ضد د مبارزې تر سرلیک لاندې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ پيل شوى و د معروف لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېد.
-
په پلازمېنه کابل کې د ٨ لوبډلو ترمنځ د رګبي پسرلنۍ سيالۍ ترسره شوې
حمل 05, 1402 11:14د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست په غازي ورزشي سټډيوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ نن چهارشنبه د رګبي پسرلنۍ سيالۍ د امير الدين جېمز، مجيد مال او B.M.Gګروپ په مالي لګښت ترسره شوې.
-
په غور ولايت کې د رستمي غېږنيونې سيالۍ پيل شوې
حمل 05, 1402 11:11تېره ورځ د وري د مياشتې په لومړۍ نېټه د غور ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت او د غېږنيونې فدراسيون له خوا د فيرزو کوه ښار په ورزشي سټېډيوم کې د غېږنيونې سيالۍ پيل شوې .
-
افغانستان په لومړي ځل پاکستان ته ماتې ورکړه
حمل 05, 1402 11:00د دې لوبې تر بریا وروسته افغان لوبډلمشر راشدخان وویل چې بلاخره وتوانېدل چې د پاکستان لوبډلې ته په نړیوال کرکټ کې ماتې ورکړي.
-
بغلان لوبډلې د بلخ د وزلوبې ټورنمنټ اتلولي وګټله
حوت 29, 1401 11:12په بلخ کې د وزلوبې سیالۍ، چې د کب میاستې په ۱۵ نېټه د بلخ په کوربتوب په مزار شریف کې د حاجي مقیم بای د وزلوبې په لوبغالي کې پیل شوې وې، نن سه شنبه د بغلان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
-
ننګرهار؛ د ټېپ بال کرکټ ټورنمنټ په دوام درې لوبې وشوې
حوت 29, 1401 11:10د افغانستان ټېپ بال ټورنمنټ په دوام، چې په ننګرهار ولایت کې جوړ شوی دی، نن سه شنبه درې لوبې ترسره شوې.