د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي
د معدني توکو د تامین پر وړاندې افغانستان ته د اوسپنې پټلۍ ورکول کېږي.د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ریاست ویلي چې د ترکیې کاردیمیر د اوسپنې ویلې کولو شرکت وړاندیز کړی چې د معدني موادو په بدل کې به افغانستان ته د اوسپنې پټلۍ تولید کړي.
د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان او د هندوستان غوره لیګ (IPL) فرنچائز چینای سوپر کینګز لوبډلمشر مهندر سینګ دهوني له IPL څخه د تقاعد په اړه لوی اعلان وکړ.
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
په ننګرهار کې مېشت خلک او د چارو کارپوهان وايي چې ځينې کړۍ نه غواړي ترڅو افغانستان له ګاوندیو هېوادونو سره ښې اړيکې ولري او دا چاره په سوداګرۍ او کاروبار منفي اغېزې پرېباسي.
د تکواندو افغان لوبغاړي محسن رضايي په باکو کې د نړیوالو سیالیو په لومړۍ سیالۍ کې خپل هانګ کانګی سیال مات کړی دی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقِ په بلغاریا کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره په کتنه کې یو ځل بیا پر افغانستان د لګول شویو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له فرانسوي ورځپاڼې فیګارو سره په مرکه کې ویلي چې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو نږدېوالی یوازې یوه تاکتیکي هوکړه نه ده.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د هېواد د فوټبال ملي لوبډله به د منځنۍ اسیا په سیالیو کې د غښتلي ګډون په موخه په دغه تمریناتي کمپ کې چمتو والی ونیسيد هېواد د فوټبال ملي لوبډله په دغو سیالیو کې د ایران او قرغیزستان له لوبډلو سره په يوه ګروپ کې ده.
د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر حکمت الله محمدي ویلي، دغه سړک به د راغستان له بيکادر سيمې څخه د دغې ولسوالۍ تر مرکزه پورې جوړ شي.