-
د بدخشان د راغستان اوسېدونکي په خپل لګښت ۱۵ کیلومتره سړک جوړوي
جوزا 11, 1402 10:27د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر حکمت الله محمدي ویلي، دغه سړک به د راغستان له بيکادر سيمې څخه د دغې ولسوالۍ تر مرکزه پورې جوړ شي.
-
کورني او بهرني دښمنان دې دا تمه نه کوي چې دوه مسلمان ملتونه دې سره ښکیل شي
جوزا 11, 1402 10:21د افغانستان د چارسمبالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو د څانګې مشر وايي چې کورني او بهرني دښمنان دې دا تمه نه کوي چې دوه مسلمان ملتونه دې سره ښکیل شي
-
د خوړو د نړیوال سازمان خبرداری: افغانستان او ۲۲ نور هېوادونه د خوړو له نا امنۍ سره مخ دي
جوزا 11, 1402 10:18د خوړو نړیوال سازمان د روان کال تر نومبر میاشتې پورې د افغانستان په ګډون د نړۍ په دوه ویشت هېوادونو کې د خوړو د نه خوندیتوب او قحطۍ په اړه خبرداری ورکړی دی.
-
په هلمند ولایت کې ښوونیزې ننګونې، په نادعلي ولسوالۍ کې ۳۱ ښوونځي بیارغونې ته اړتیا لري
جوزا 11, 1402 10:12د هلمند ولایت یو شمېر ښوونکي او ښاریان وايي، د ښوونیزو ننګونو ترڅنګ بې سرپناه او ویجاړ شوي ښوونځي د زده کوونکو روغتیا ته ګواښ دی.په ورته وخت کې د هلمند د پوهنې چارواکي هم يادې ستونزې مني خو وايي، چې د ښوونځيو د بيارغونې په برخه کې يې هڅې ګړندۍ کړې دي.
-
ترکیې ته د اوسپنې پټلۍ د ادارې د عمومي مشر سفر
جوزا 11, 1402 10:10دغه سفر د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې اتحادیې په شپږ میاشتنۍ غونډه کې د ګډون په موخه شوی
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي
جوزا 11, 1402 09:58د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
جوزا 08, 1402 19:46د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې به په راتلونکو دوه ورځو کې سخت باران ووریږي
جوزا 08, 1402 19:45د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو د رواتلو خبر ورکړی دی.
-
ننګرهار کې فارغ مسلکي زده کړیالان: حکومتي چارواکي دې د کار او نورو زده کړو زمينه راته برابره کړي
جوزا 08, 1402 19:42په ننګرهار کې پنځه سوه اوه نوي ځوانان د تخنيکي او مسلکي زده کړو انستيتوتونو څخه فارغ شول.فارغ شوي ځوانان وايي خوښ دي، چې خپلې زده کړې يې په مسلکي ډول ترسره کړې، خو اوس دې ورته د کاري فرصت برابرولو ترڅنګ د نورو زده کړو زمينه هم برابره شي.د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مسولین وايي هېواد مسلکي کسانو ته اړتيا لري. دوی فارغ شویو مسلکي کسانو ته د کارد زمينې برابرولو ترڅنګ د نورو زده کړو زمينه هم برابره وي.
-
د ملخانو برید ته د بزګرانو اندېښنې، د اتو ولایتونو د غنمو فصلونه د ملخانو د برید له خطر سره مخ دي
جوزا 08, 1402 19:39د افغانستان اته ولایتونه د مراکشي ملخانو د برید له ګواښ سره مخ دي چې دا سږ کال د کروندګرو حاصلاتو ته یو جدي ګواښ دی.